یکشنبه, مې 17, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاڅکزی: پاکستان دې افغانستان ځان لپاره خپله هدیره نه ګرځوي

اڅکزی: پاکستان دې افغانستان ځان لپاره خپله هدیره نه ګرځوي

د پاکستان د اپوزېسیون مشر، محمودخان اڅکزي په یوه خپرونه کې ویلي، افغانستان د برېټانیوي هند او پخواني شوروي هدیره ګرځېدلې او امریکا هم په دغه هېواد کې له کړاوونو سره مخ شوې وه.

هغه ویلي، د افغانستان نیول ښایي د ګاونډیانو لپاره اسانه وي خو ساتل یې سخت کار دی.

اڅکزي زیاته کړې چې دا ډول «شوق» د پاکستان لپاره ډېر خطرناک دی او اجازه باید ورنکړ شي چې دغه هېواد د پاکستان پر هدیرې هم بدل شي.

محمود خان اڅکزی ویلي، د ملګرو ملتونو سرمنشي په مشرۍ دې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو په ګډون د پاکستان او افغانستان ترمنځ مخامخ خبرې وشي او ستونزې دې د خبرو له لارې حل شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه