شنبه, مې 16, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهفراه کې راستنېدونکو لپاره ۱۰۸ کورونه جوړ او وسپارل شول؛ چارواکي او...

فراه کې راستنېدونکو لپاره ۱۰۸ کورونه جوړ او وسپارل شول؛ چارواکي او اوسېدونکي څه وایي؟

راپور: داود جبارخیل

د افغانستان د فراح ولايت ځايي مسوولین وایي، د راستنېدونکو کورنیو لپاره ۱۰۸ نوي کورونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د چارواکو په وینا، د دغې پروژې ټول لګښت شاوخوا ۵.۵ میلیونه ډالر دی، چې د یوې خیریه مؤسسې له خوا تمویل شوی.

یو ځايي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل: «دا کورونه هغو کورنیو ته ځانګړي شوي چې له کلونو بې‌ځایۍ وروسته بېرته خپلو سیمو ته ستنې شوې دي او د سرپناه له جدي ستونزې سره مخ وې.»

چارواکي زیاتوي چې دا پروژه د راستنېدونکو د بیا مېشتېدو د اسانتیا لپاره عملي شوې او هڅه کېږي چې ورته نورې پروژې هم پلي شي.

بل لور ته، یو شمېر عیني شاهدان او ګټه اخیستونکي وایي چې دا کورونه د هغوی لپاره یو مهم ګام دی، خو لا هم بنسټیزو اسانتیاوو ته اړتیا شته.

یو تن راستنېدونکی، چې تازه ورته کور سپارل شوی، وایي: «موږ کلونه په کډوالۍ کې تېر کړل. اوس که څه هم کور لرو، خو د اوبو، برېښنا او کار ستونزې لا هم شته.»

ځینې نور اوسېدونکي ټینګار کوي چې د کورونو تر څنګ باید د کارموندنې، روغتیا او زده‌کړو په برخو کې هم پاملرنه وشي، څو راستنېدونکي وکولای شي باثباته ژوند ولري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه