د تحریک انصاف د بنسټګر عمران خان د پخوانۍ مېرمنې، جمیمه ګولډسمېت په اړه خبرونه خپاره شوي چې هغې له ایرلنډي-اسټرالیايي میلیاردر مالي پانګه وال، کیمرون اوریلي سره کوژده کړې ده. راپورونه وايي چې دا جوړه پلان لري په ۲۰۲۶ کال کې واده وکړي.
دا کوژده له یو کال پټې اړیکې وروسته شوې ده. د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، ۵۲ کلنه جمیمه او ۶۲ کلن اوریلي په لومړي ځل د مستندو فلمونو جوړولو په برخه کې د ګډې لېوالتیا له امله سره پېژندلي وو.
سرچینې وايي چې د دوی پېژندګلوي له مسلکي کار څخه پیل شوه چې وروسته په ملګرتیا او بیا په مینه بدله شوه. د دوی نږدې کسان دا اړیکه ډېره خوشحاله بولي.
ویل کېږي چې د جمیمه کورنۍ له کیمرون اوریلي سره لیدلي او د دې اړیکې په اړه مثبت نظر لري.
جمیمه، چې مخکې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان مېرمن وه، تل د رسنیو په پام کې پاتې شوې ده. هغې په تېرو کلونو کې د مستندو فلمونو په جوړولو کې د پام وړ نوم ګټلی او په ټولنیزو او د بشري حقونو په فعالیتونو کې یې هم فعاله ونډه اخیستې ده.


