لیکنه ؛داودجبارخیل
اقتصادي ستونزې، بارانونه او بېکاري ګڼې کورنۍ خیمو او موقتي سرپناه ته اړ کړي
په افغانستان کې یو شمېر بېوزله کورنۍ او ولسي کاریګر وایي چې د سرپناه له جدي ستونزو سره مخ دي او له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د ځمکو د وېش او کور جوړولو لپاره واضحه او عملي طرحه اعلان کړي.
ځايي اوسېدونکي وایي چې د اقتصادي ستونزو، بېکارۍ او د طبیعي پېښو له امله ګڼې کورنۍ بېکوره شوي او اوس په خیمو یا موقتي سرپناه کې ژوند کوي. د دوی په وینا، کرایي کورونه ګران شوي او د عاید نشتوالی د خلکو ژوند لا سخت کړی دی.
د کابل یوه اوسېدونکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، د امریکا غږ سره په خبرو کې وویل:
“خلک یوازې غواړي د خپلو ماشومانو لپاره یو کوچنی کور جوړ کړي، خو د ځمکې او امکاناتو نشتوالی ژوند ډېر ستونزمن کړی دی.”
د معلوماتو له مخې، په تېرو څو کلونو کې بارانونو، سیلابونو او اقتصادي بحران د خلکو پر ژوند ژور اغېز کړی او ګڼې کورنۍ یې له سرپناه محرومې کړې دي. خلک وایي چې د پنځو کلونو په تېرېدو سره هم د ځمکو د وېش لپاره کومه روښانه ملي طرحه نه ده عملي شوې.
ټولنیز فعالان ټینګار کوي چې که بېوزلو کورنیو ته د کور جوړولو اجازه او ځمکه ورکړل شي، نو دا به د کار زمینه هم برابره کړي او د مزدورۍ له لارې به خلک وکولای شي خپل ژوند پرمخ یوسي.
یو ټولنیز فعال وایي:
“د خلکو لپاره د سرپناه برابرول نه یوازې بشري اړتیا ده، بلکې اقتصادي ثبات او ټولنیز ارام هم ورسره تړلی دی.”
بلخوا، د سرپرست حکومت چارواکو مخکې ویلي چې د بېوزلو کورنیو د ملاتړ، د کورونو جوړولو او د بشري مرستو د همغږۍ لپاره هڅې روانې دي، خو ځايي اوسېدونکي وایي چې عملي ګامونه لا هم کافي نه دي.
د ملګرو ملتونو دریځ
د ملګرو ملتونو د استوګنې پروګرام (UN-Habitat) وایي چې په افغانستان کې د مناسب کور نشتوالی یوه جدي بشري ستونزه ده او زرګونه کورنۍ په کمزورو او خطرناکو سرپناه کې ژوند کوي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، یوازې په وروستیو کلونو کې له ۶۸۰۰ څخه ډېر کورونه جوړ یا ترمیم شوي او له ۵۰ زرو څخه ډېر کسان ترې ګټه اخیستې، خو اړتیاوې لا هم ډېرې دي.
د UN-Habitat چارواکي وایي:
“مناسب سرپناه یو بشري حق دی، خو لا هم زرګونه افغانان له خوندي کور پرته ژوند کوي.”
د بشري وضعیت عمومي انځور
د بشري مرستو د پلان له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او اقتصادي بحران، وچکالي، سیلابونه او راستنېدونکي کډوال د خلکو پر ژوند ژور اغېز لري.
کارپوهان باور لري چې د سرپناه، کار او اقتصادي ثبات نشتوالی کولی شي بشري ستونزې زیاتې کړي، او اړینه ده چې د بېوزلو کورنیو لپاره دوامداره او عملي حل لارې رامنځته شي.


