یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهکلتور او هنرپېښور کې یو شمېر ښځو د نوروز جشن ولمانځه

پېښور کې یو شمېر ښځو د نوروز جشن ولمانځه

 

داودجبارخیل

پېښور په حیات آباد کې د غنی پار ک په سیمه کې یو شمېر ښځو د نوروز کلتوري جشن ولمانځه، چې د سیمې د دودونو او کلتوري ارزښتونو د ژوندي ساتلو لپاره جوړ شوی و.

دغه غونډه د جمائمه آفریدۍ او قندي صافۍ له خوا تنظیم شوې وه، چې پکې لسګونو ښځو ګډون کړی و. ګډونوالو په یو عامه پارک کې سره راټولې شوې، دودیز کالي یې اغوستي وو او د پسرلي د پیل خوښي یې له یو بل سره شریکه کړه.

د غونډې تنظیموونکې جمائمه آفریدۍ وویل، نوروز د سیمې د کلتور مهمه برخه ده او ښځې هڅه کوي چې دا دود ژوندی وساتي. هغې زیاته کړه:

“دا زموږ د کلتور یوه مهمه برخه ده. موږ ښځې تل هڅه کوو چې خپل دودونه او ارزښتونه ژوندی وساتو، خو په اوسني وخت کې د داسې پروګرامونو جوړول او د ښځو راټولول اسانه کار نه دی.”

هغې وویل چې د نوروز جشن نه یوازې د خوښۍ ورځ ده، بلکې د کلتوري هویت د ساتلو یوه مهمه هڅه هم ده.

قندي صافۍ، چې د دې غونډې بله تنظیموونکې وه، وویل نوروز د سیمې له پخوانیو تاریخي او کلتوري دودونو څخه دی او د خلکو ترمنځ د یووالي پیغام لري.

هغې وویل:

“نوروز زموږ د تاریخي او کلتوري دودونو برخه ده. دا یوازې یو جشن نه دی، بلکې د نوي ژوند، نوي فکر او نوي پیل پیغام له ځان سره لري.”

د نوروز کلتوري اهمیت

نوروز د سیمې له مهمو دودیزو جشنونو څخه ګڼل کېږي او په بېلابېلو هېوادونو کې په مختلفو بڼو لمانځل کېږي. افغانان هم د سیمې د نورو هېوادونو په څېر د پسرلي لومړۍ ورځ د نوي کال د پیل په توګه نمانځي او د نوروز اړوند کلتوري مراسم ترسره کوي.

په دې مراسمو کې هفت مېوه، دودیز چای، محلي لباسونه او نور کلتوري دودونه د خلکو د فرهنګي هویت څرګندونه کوي.

هفت مېوه او دودیز خواړه

هفت مېوه د نوروز له تر ټولو مشهور دودونو څخه ده، چې د اوو بېلابېلو وچو مېوو لکه ممیز، زردالو، پسته، بادام او نورو له ګډولو څخه جوړېږي. دا دود د پسرلي د خوښۍ او د نوي کال د پیل سمبول ګڼل کېږي.

سمنک هم د نوروز له مهمو دودونو څخه دی، چې په ځانګړي ډول په افغانستان کې ډېر رواج لري. د سمنک پخول زیاتره د ښځو او نجونو له خوا ترسره کېږي او د خوښۍ، ګډو مراسمو او کلتوري اړیکو یوه مهمه برخه بلل کېږي. ښځې د سمنک پخولو پر مهال سندرې وايي، کیسې کوي او د پسرلي د پیل خوښي نمانځي.

دودیز لباسونه او کلتوري ښکلا

د نوروز په جشن کې خلک نوي او دودیز کالي اغوندي، چې د کلتوري هویت او دودونو ښکلا څرګندوي. د پښتنو او د سیمې د نورو قومونو محلي لباسونه د دې جشن مهمه برخه ګڼل کېږي.

ګډونوالو ښځو وویل چې دا ډول پروګرامونه د کلتوري ارزښتونو د ساتلو لپاره مهم دي او باید راتلونکو نسلونو ته هم انتقال شي.

نوروز او د نوي کال پیغام

نوروز د میلیونونو خلکو لپاره د کال لومړۍ ورځ ګڼل کېږي او د هجري شمسي کال پیل هم له همدې ورځې څخه کېږي. دا ورځ د پسرلي د پیل، د طبیعت د بیا راژوندي کېدو او د نوي ژوند د پیل سمبول ګڼل کېږي.

کارپوهان وايي نوروز خلکو ته د نوي ژوند، کار او هڅو پیغام ورکوي، ځکه د ژمي له تېرېدو وروسته طبیعت تازه کېږي، واورې ویلې کېږي، لارې خلاصېږي او خلک د نوي فصل لپاره چمتو کېږي.

تاریخي شالید

د تاریخ په اوږدو کې نوروز د سیمې د خلکو له مهمو دودونو څخه پاتې شوی دی. د ګندهارا سیمې خلکو دا جشن لمانځلی او دا دود یې تر اوسه ژوندی ساتلی دی.

نوروز د هخامنشیانو، اشکانیانو، ساسانیانو، سلجوقیانو، خوارزمشاهیانو، تیموریانو، غزنویانو، هوتکیانو او د احمدشاه بابا د دورې په ګډون په بېلابېلو تاریخي پړاوونو کې لمانځل شوی دی.

جمائمه آفریدۍ وویل نوروز لغوي مانا “نوې ورځ” ده، خو د دې جشن ارزښت تر دې ډېر پراخ دی.

هغې زیاته کړه:

“نوروز د زرګونو کلونو دود دی چې هر کال د نوي کال په لومړۍ ورځ لمانځل کېږي. دا جشن د تاریخ په اوږدو کې په شاندارو مراسمو سره نمانځل شوی او اوس هم په ډېرو سیمو کې دودونه ژوندی پاتې دي.”

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه