ویب ډیسک
د جماعت اسلامي پاکستان پخواني امیر سراج الحق په تورخم او چمن کې د زرګونو بند پاتې افغان کډوالو پر بد وضعیت ژوره اندېښنه ښودلې او له دواړو هېوادونو (افغانستان او پاکستان) یې غوښتي چې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره جګړه ودروي.
سراج الحق وایي چې په تورخم او چمن کې زرګونه افغان کډوال ایسار دي او له سختو ستونزو او کړاوونو سره لاس او ګرېوان دي.
هغه وړاندیز کړی چې پاکستان او افغانستان باید شته اوربند وغځوي ترڅو د دغو کډوالو خوندي ستنېدل ممکن شي.
نوموړي ټینګار کړی چې له کډوالو سره د بشري مرستو ترسره کول او هغوی ته جدي پاملرنه یو ناګزیر امر دی چې نور ځنډ نه شي زغملي.
| #SirajulHaq | #AfghanRefugees | #Torkham_Chaman | #HumanitarianCrisis


