دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهعباس عراقچي:موږ هم ډېر حیرانوونکي څه لرو

عباس عراقچي:موږ هم ډېر حیرانوونکي څه لرو

ویب ډیسک

ایران له امریکا او اسراییل سره د جګړې د دوام لپاره خپل عزم بیا څرګند کړی دی. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په خپل «ایکس» حساب کې یوه لیکنه خپره کړه او ټینګار یې وکړ چې د هغه په وینا د «فاحشې تېروتنې» په نوم د عملیاتو له پیل نه ۹ ورځې وروسته د تیلو بیې دوه چنده شوې دي. همدارنګه د ټولو بنسټیزو توکو په بیو کې هم بې ساری زیاتوالی لیدل کېږي.

هغه زیاته کړه چې ایران پوهېږي امریکا پلان لري د تیلو تاسیسات او اټومي مرکزونه په نښه کړي، څو د لوی انفلاسیون (د بیو د سخت زیاتوالي) د ټکان مخه ونیسي. هغه اعلان وکړ چې هېواد یې په بشپړ ډول چمتو دی. عراقچي وویل: «زموږ سره هم ډېر سرپرایزونه شته.»

ایراني وزیر له خپلې لیکنې سره یوه انځور هم شریک کړی چې پکې د تیلو او سون توکو د بیو د زیاتوالي شمېرې ښودل شوي دي.

دا پرمختګ په داسې وخت کې رامنځته شوی چې اسراییلي پوځ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د امریکا سره په ګډو ترسره کېدونکو بریدونو د لسمې ورځې پر مهال یې پر تهران، اصفهان او د ایران پر سوېل پراخ بریدونه کړي دي. اسراییلي پوځ په یوه بیان کې وویل چې د هوايي ځواک الوتکو په تهران، اصفهان او د ایران په سوېلي سیمو کې د ایراني حکومت د بنسټیزو تاسیساتو پر ضد په یو وخت پراخ هوايي بریدونه پیل کړي دي.

بل لور ته د ایران سپاه پاسداران انقلاب اعلان کړی چې په بوشهر او تهران کې یې درې بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه) را نسکور کړي دي. د تسنیم خبري اژانس په وینا، په یوه بیان کې ویل شوي چې د بوشهر ولایت د جم او خورموج په ولسوالیو کې د MQ9 ډول دوه ډرونونه کشف او له منځه وړل شوي دي. بیان زیاته کړه چې د سپاه پاسداران د پرمختللو هوايي دفاعي سیستمونو له لارې د تهران په فضا کې یو بل ډرون هم را وغورځول شو.

جګړه روانه ده

دا وضعیت په داسې حال کې رامنځته شوی چې اټکل کېږي دا توده شوې جګړه ښايي څو اوونۍ نور هم دوام وکړي. د «یدیعوت احرونوت» ورځپاڼې په وینا د اسراییلي پوځ د ارزونو له مخې د ایران پر ضد جګړه لږ تر لږه یوه میاشت دوام کولی شي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ مخکې ویلي وو چې په ایران کې د هدفونو ترلاسه کول ښايي څو اوونۍ وخت ونیسي. د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګست هم د پوځي حضور د زیاتېدو اشاره کړې او ویلي یې دي چې «پر تهران زموږ بریدونه به نور هم شدید شي.» هغه دا هم تایید کړه چې پوځي عملیات د پلان له مخې روان دي.

بل لور ته د ایران سپاه پاسداران انقلاب د یکشنبې په ورځ ټینګار کړی و چې دوی جګړې ته دوام ورکولو ته چمتو دي. سپاه پاسداران ادعا کړې چې دوی د شپږو میاشتو لپاره د جګړې د دوام بشپړ چمتووالی او وړتیا لري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه