سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاسرائيلي چارواکي وايي: ایراني نظام د نسکورولو پرته د جګړې د پای...

اسرائيلي چارواکي وايي: ایراني نظام د نسکورولو پرته د جګړې د پای ته رسولو امکان ارزوي

ويب ډيسک

داسې ښکاري چې په اسراییل کې له ایران سره د نه ختمېدونکې جګړې وېره مخ په زیاتېدو ده. د یادونې وړ ده چې پوځي عملیات اوس خپل لسمې ورځې ته داخل شوي دي.

د نظام پای ته رسول یوازینی هدف نه دی
د واشنګټن پوسټ په وینا، ګڼو لوړپوړو اسراییلي چارواکو د ایران پر وړاندې د مخ پر زیاتېدونکې پوځي کمپاین په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. د جګړې د پای ته رسولو لپاره د روښانه تصور نشتوالی او د هغې د اوږدې مودې دوام احتمال د سیمې او نړیوال اقتصاد پر اغېزو اندېښنې زیاتې کړې دي.

د راپور له مخې، د اسراییل دننه ارزونې ښيي چې د اسراییل او امریکا د هوايي بمبارۍ کمپاین خپلو بنسټیزو پوځي هدفونو ته د رسېدو په درشل کې دی. په دې هدفونو کې د ایران د پاتې اټومي پروګرام ویجاړول، د بالستیک توغندیو زېرمو له منځه وړل، د وسلو د جوړولو تاسیسات، او د ایران د پوځ او امنیتي جوړښت د لوړو مشرانو کمزوري کول شامل دي.

ځینې اسراییلي چارواکي وړاندیز کوي چې مخکې له دې چې د جګړې پایلې نورې هم خطرناکې شي، باید سیاسي لاره ولټول شي. په ځانګړي ډول په داسې وخت کې چې د سیمې هېوادونه د ایران د توغندیزو بریدونو سره مخ دي او په نړیواله کچه د تیلو او ګاز بیې لوړېږي.

یو اسراییلي چارواکي چې د پوځي پلان جوړونې څخه خبر دی، څرګنده کړه چې د ایران د نظام نسکورول لازماً د جګړې یوازینی هدف نه دی. هغه وویل:
«بېشکه موږ د نظام پای ته رسېدل غواړو، خو دا د جګړې د پای یوازینی سناریو نه دی. که مهم پوځي هدفونه ویجاړ شي، نو اسراییل به خپل هدفونه ترلاسه کړي وي.»

دغه چارواکي زیاته کړه چې ښايي ایران تسلیم نه شي، خو امکان لري د امریکا د شرطونو له مخې د اوربند منلو ته چمتووالی وښيي. دا پرمختګ په داسې وخت کې مخې ته راځي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو لا هم د بشپړې بریا خبره کوي. ټرمپ له ایران څخه د بې قید او شرطه تسلیمېدو غوښتنه کړې ده.

خو د راپور له مخې، د خبرو اترو امکانات هغه وخت لا پېچلي کېدای شي کله چې اعلان وشو چې د فبرورۍ په ۲۸مه په هوايي برید کې د وژل شوي پخواني ایراني ستر مشر زوی، مجتبی خامنه‌يي، د نوي ستر مشر په توګه دنده پر غاړه اخلي. مجتبی خامنه‌يي د سپاه پاسداران انقلاب ته ډېر نږدې بلل کېږي.

بل لور ته، په اسراییل کې ځینې پوځي پلان جوړونکي وېره لري چې که د حزب الله پر وړاندې د لویې ځمکنۍ حملې امر ورکړل شي، جګړه به لبنان او نورو جبهاتو ته هم پراخه شي.

یو اسراییلي چارواکي وویل چې اسراییلي ځواکونه دا مهال د لبنان په سوېل کې د سرحد ترڅنګ د حزب الله د «رضوان ځواک» د پاتې شونو پر ضد محدود عملیات ترسره کوي، خو ټینګار یې وکړ چې اسراییل د لویې ځمکنۍ حملې پلان نه لري، څو د ۱۹۸۲ کال د لبنان د یرغل د تجربې له تکرار څخه ډډه وکړي؛ هغه جګړه چې تر بیروت پورې وغځېده او وروسته ډېرو اسراییلیانو ستراتیژیکه تېروتنه وبلله.

په همدې حال کې چارواکي وویل چې اسراییل چمتو دی له لبناني چارواکو سره، د ولسمشر جوزف عون او لومړي وزیر نواف سلام په ګډون، اړیکه ونیسي تر څو د لبنان په جبهه کې د اوربند تړون ته ورسېږي.
اونۍ که میاشتې؟

د یادونې وړ ده چې ایران د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا له امریکا او اسراییل سره د جګړې د دوام عزم څرګند کړ. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په «ایکس» کې په خپله لیکنه کې اعلان وکړ چې هېواد یې په بشپړ ډول چمتو دی او «موږ هم ډېر حیرانوونکي څه لرو.»

بل لور ته، د «یدیعوت احرونوت» ورځپاڼې په وینا د اسراییلي پوځ په ارزونو کې ویل شوي چې د ایران پر ضد جګړه لږ تر لږه یوه میاشت دوام کولی شي.

په همدې حال کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ مخکې ویلي وو چې په ایران کې د هدفونو ترلاسه کول ښايي څو اونۍ وخت ونیسي. برعکس، د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د یکشنبې په ورځ وویل چې دوی جګړې ته دوام ورکولو ته چمتو دي او ادعا یې وکړه چې د شپږو میاشتو لپاره د شخړې د دوام بشپړ توان او چمتووالی لري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه