لیکنه: رفیع اللّٰه خان
د عطاء ﷲ جان مرګ خلک څومره دردولي دي٬ دا هر چاته اوس ښکاره ده. خو خبره د دې اخوا شوروکول پکار دي، دا ناوړه پېښه د څه عکاسي کوي اؤ مونږ ته څه کول پکار دي؟ آيا اولس د جديد وخت د نړئ ليد مطابق د ژوند کولو استعداد اؤ اخلاقيات لري؟ آيا زمونږ تاريخ٬ ادب اؤ سياست د خپل موجوده ساخت اؤ هئيت په صورت کښې مونږ د نجات پله بيائي که لاښه د عذاب اؤ ذلالت؟
د پښتون کردار اؤ خوئ خصلت څه مثالي ځانګړتيا نه لري، اؤ که مونږ د دې خبرې سره اختلاف اوکړو نو دا به صرف زمونږ د انتهائي درجې د نرګسيت د نفسياتو څرګندونه وي٬ بل هيڅ نه. هر پښتون ډېر خودپسنده دے٬ نو ځکه نه دا چې خود غلطه دے بلکه په مجموعي توګه يؤ داسې کردار لري چې د لاپرواهئ، جذباتيت اؤ سطحيت مرکب دے ۔ اؤ دغه خاصيتونه يوه داسې ټولنه جوړوي چې په کښې باهمي اعتماد٬ ملاتړ٬ مرؤت اؤ «compassion» مفقود وي.
نفسانفسي اؤ خودغرضي ئې خاصه وي، په پراخه توګه د ښېګړې روايت نه لري٬ خو بس دومره چې په ښه کولو کښې د خودنمايي اؤ کمايي دنده اوکړي ۔ آيا دا زمونږ د اولس کردار نه دے؟ تاسو حق لرئ چې اختلاف اولرئ.
کله چې يوه ټولنه دغه رنګ کردار لري نو هغوئ د خپل راتلونکي پښت سوشلائزېشن هم په دغه قسمه کلتوري اؤ سماجي دائرو کښې کوي. زمونږ د عمل نه نوے جنرېشن دغه کردار زده کوي، مونږ کله نوي نسل ته د عقل٬ شعور اؤ ويښ ضمير درس کوو؟ تربورولي٬ حرام خوري اؤ ضد ورښايو ۔ په ښو وګړو حملې کوو اؤ ترې قبضې کوو ۔ کله نوي نسل ته آرټ ښايو يا علم ۔ کله ورته د ترس اؤ زغم تلقين کوو؟ کله ورته د سوال کولو يا پخپله خوښه د خپلې لارې اؤ مستقبل د تعين کولو اجازه ورکوو؟ کله په کښې د خوداحتسابی جرأت پېدا کوو؟ نه چې دا نه کوو نو ارومرو هغه څه دانسته يا نادانسته روان دي کوم ته چې مونږ منفي سوشلائزېشن وئيلے شو ۔ اؤ د دې نتېجه هم دغه کردار دے په کوم چې پښتون په ټوله دنيا کښې پېژندلے شي ۔ اؤ هم دغه شيان زمونږ د تاريخي بيانيې٬ سياست اؤ ادب تعين اؤ رغونه کوي.
زمونږ اوږد تاريخ معلوم نه دے٬ اؤ څه چې په دې اړه مونږ ته رایادول کېږي هغه کره شواهد نه لري اؤ ځکه فېنټسي اؤ يوټوپيا ده ۔ څنګه کېدلے شي چې د مذهب د بدلولو سره دې مونږه ټوله تاريخي حافظه اؤ کلتوري ورثه بېللې وي؟ خو څه داسې اغېزمند به راسره څه وو نه ۔ د تېر يؤ زر کاله تاريخ کښې چې مونږ د جنګيالانو اؤ اُجرتي سپاهيانو (mercenaries) په حېث کومه ونډه لرو٬ هغه راته ډېره ښکاره ده ۔ اؤ نن هم د خپلو شملورو اسلافو دغه «legacy» راسره موجوده اؤ جاري ده. د دې حقيقت په رڼا کښې مونږ له د بېځايه تاريخي نرګسيت اؤ کلتوري افتخار نه راوتل ډېر ضروري دي ۔ دغه رنګه به مونږ د يؤ بل غټ حقيقت د تسليمولو جوګه شو ۔ يعني د پښتون د زمانې زمانې زبون حالي٬ زلالت اؤ سماجي جمود.
اؤ د دې ټولې لانجې په پښتون سياست اؤ ادب کښې ښه عکاسي کېږي. پښتون سياسي بيانيې اؤ ادبي مغالطې دا اولس په يؤ داسې احساسِ برترئ اؤ نشل پرستئ کښې ښکېل کړے دے چې دوي ته حقيقت بالکل حقيقت نه ښکاري ۔ يعني دوي په state of delusion کښی پراته دي ۔ دا د کمزوري کردار وګړے ګڼي چې دے د هر څه محور دے: يعني دروند دے٬ زورور دے اؤ اغېزمن دے ۔ اؤ دا ذهنيت نه دا چې په حقيقت مبني نه دے، بلکه تباه کُن دے.
کله چې د پښتون نوي نسل سوشلائزېشن په مناسب طريقه نه کېږي نو د کمزوري کردار باوجود د هر يؤ په ځان د سکندر٬ مارټن لوتهر، چيګويرا، ګاندهي اؤ افلاطون ګمان کېږي ۔ اؤ دا delusional disorder لار همواروي delusional actions ته ۔ دغه رنګه مونږ د خپل کورکلي بېدخله په سندھ اؤ پنجاب کښې داسې قدم اخلو اؤ ګرځو لکه چې زمکه څيروو ۔ نتېجه څه شي؟ کله شرمېدل٬ کله وهل خوړل اؤ کله ژوند بېلل.
اوس پکار ده چې مونږ دا حقيقت تسليم کړو چې مونږ ډېر زپلے اؤ کمزورے مخلوق يو ۔ اؤ هم په دغه حقيقت نوے نسل پوهه کړو، دا کار د تاريخ ريويژن ته اړتيا لري٬ ژورې سياسي بيانيه غواړي اؤ د شاعرانه ګمراهئ چېلنج کول.
آيا په مونږ کښې د دې تريخ حقيقت د اؤرېدلو٬ زغملو اؤ تسليمولو خاصه اؤ جرآت شته؟ مونږ په سوات کښی وايو: «ساخ».


