ویب ډیسک
کونړ او ننګرهار کې ځايي سرچینې خبر ورکوي چې په دغو ولایتونو کې د پرون شپې زورورلې زلزلې له امله د دوو ښځو په ګدون ۲۰ کسان ټپیان شوي.
کونړ کې ځايي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت د څوکۍ ولسوالۍ د دېوه ګل درې په اسلام خاني کلي کې یو کور نړېدلی چې له امله یې یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی.
همدا راز د کونړ په ولایتي روغتون کې یوې سرچینې وویل، چې له مرکز اسعد اباد ۱۷ ټپیان چې د وارخطایۍ له امله یې د کورونو له خونو ځانونه غورځولي و ور وړل شوي چې روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ بلل شوی.
بل لور ته د ننګرهار ولایت مقام لپاره د طالبانو ویاند احسان الله عثماني وايي، د دغه ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د تازه زلزلې له امله دوې مېرمنې ټپي شوې او لسګونه استوګنیز کورونه نړېدلي دي.
په همدې حال یوې بلې سرچینې زیاته کړې چې د دغې زلزلې له امله له جلال اباد ښار څخه یو ټپي کس د ننګرهار حوزوي روغتون ته د درملنې په موخه ور وړل شوی چې روغتايي وضعیت ډاډمن ښودل شوی دی.
د امریکا د ځمکې پېژندنې ادارې د مالوماتو له مخې وروستۍ زلزله د ریختر په کچه شپږ اعشاریه دوه درجې وه او مرکزیت یې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار ته په لس کېلو مترې کې و.
#Afghanistan #Kunar #Earthquake #Nangarhar


