دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد پاکستان او چین ترمنځ په بېلابېلو برخو د ۲۱ هوکړو...

د پاکستان او چین ترمنځ په بېلابېلو برخو د ۲۱ هوکړو کړې

ویب ډیسک

پاکستان او چین ترمنځ په بېلابېلو برخو کې ۲۱ هوکړې دي .

 

۱. کرنه: د کرنیزو محصولاتو، کرنیزو ټکنالوژیو او صادراتو په برخه کې ګډ کار.

۲. برېښنايي موټرونه: په پاکستان کې د برېښنايي وسایطو تولید او ټکنالوژۍ انتقال.

۳. لمرېزه انرژي: د سولر پاور بټیو جوړول او د نوي کیدونکې انرژۍ پروژې.

۴. روغتیا: د روغتونونو او طبي اسانتیاوو جوړول او پراختیا.

۵. کیمیاوي صنعت: په کیمیاوي فابریکو کې پانګونه او د ټکنالوژۍ شریکول.

۶. پیټرو کیمیاوي مواد: د تیلو او اړوندو کیمیاوي پروسو په برخه کې همکاري.

۷. اوسپنه او فولاد: د فولادو فابریکې، تولید او د خامو موادو پروسس.

۸. مس (تانبه): کان‌کیندنه، پروسس او د مسو صادرات.

۹. لوړ ټیک صنعتونه: د معلوماتي ټکنالوژۍ (IT)، مصنوعي ځیرکتیا (AI) او نوې ټکنالوژۍ برخه کې پانګونه.

۱۰. ګډې سوداګریزې پروژې (B2B): ګډ کاروباري پلانونه او صنعتي شراکتونه.

۱۱. صنعتي پرمختګ: د تولیدي واحدونو جوړول او د پانګونې هڅونه.

۱۲. زیربنا (انفراسټرکچر): سړکونه، پلونه او نور بنسټیز پرمختیایي پروژې.

۱۳. معلوماتي ټکنالوژي (IT): ډیجیټلي زیربنا او د ټکنالوژۍ انتقال.

۱۴. مصنوعي ځیرکتیا (AI): د هوښیار ټکنالوژۍ برخه کې ګډ کار او د مهارتونو روزنه.

۱۵. کان‌کیندنه: د معدني زیرمو کشف او د هغوی صنعتي ګټه اخیستنه.

۱۶. د انرژۍ پروژې: د برېښنا تولیدي بټۍ او د بریښنايي شبکو پراختیا.

۱۷. سوداګري او صادرات: د پاکستان او چین ترمنځ د تجارتي اړیکو پراختیا.

۱۸. ځانګړي اقتصادي زونونه: د پانګونې لپاره پرجاذبې او نوې صنعتي سیمې.

۱۹. ټکسټایل او د څرمن صنعت: په پاکستان کې د ټوکر او څرمنو د صنعتونو انتقال.

۲۰. د ځوانانو روزنه: د مسلکي کاري ځواک روزنه او په ټکنالوژۍ کې مهارت لوړول.

۲۱. د پانګونې اسانتیا: د قانون جوړونې، امنیتي ډاډ او نورو اسانتیاوو برابرول.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه