ویب ډیسک
نن جمعه سهار د افغانستان ختیځ ولایتونه یو ځل بیا نسبتاً شدیدې زلزلې ولړزول.
د امریکا د جیولوژیکي سروې د معلوماتو له مخې، دا زلزله د کونړ ولایت مرکز اسد آباد سویل لویدیځ ته په ۹.۱ کیلو مټرۍ کې و.
د دغې زلزلې شدت ۵.۲ ریښتر درجې ښودل شوی دی.
تراوسه د وروستۍ زلزلې له امله د احتمالي ځاني او مالي تلفاتو په اړه معلومات نشته دي.
دا له تېرې شپې راهیسې درېیم ځل دی، چې د هېواد ختیځ ولایتونه او د پښتونخوا ځینې سیمې زلزله لړزوي.
تېرې شپې ۴.۵ او ۴.۹ درجې زلزلې په کونړ، لغمان او ننګرهار کې ځینې کورونه هم ویجاړ کړي دي.
د طالبانو لغمان ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د تېرې شپې زلزلې له امله ۹ ټپيان ولایتي روغتون ته ور وړل شوي دي.
د تېرې دوشنبې ورځې د زلزلې له امله چې په کونړ کې تر ټولو لویه انساني فاجعه رامنځته کړې، له ۲۲۰۰ زیات هېوادوال وژل شوي او له ۳۵۰۰ زیات ټپیان شوي دي.
#
#AFGHANISTAN #KUNAR #EARTHQUAKE #USGS


