ویب ډیسک
د کنړ ولایت په بېلابېلو سیمو کې د تېرو شپو راپېښې شوې سختې زلزلې له امله درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي. د والي د دفتر د معلوماتو له مخې، د مړو شمېر له ۲۵۰ کسانو اوښتی او سلګونه تنه نور ټپیان دي.
چارواکي وایي چې د افغان هوايي ځواک درې هلیکوپترې د مزار درې سیمې ته رسېدلي او د ټپیانو د انتقال او لومړنیو مرستو لپاره یې عملیات پیل کړي دي. د کنړ والي او ورسره مل پلاوی هم سیمې ته رسېدلی، خو د خرابو لارو له امله ونه توانېدل چې د ولسوالۍ مرکز ته ورسېږي او اړ شول چې د لاري پر سر بیړنۍ غونډه ترسره کړي.
په همدې حال کې، د دفاع وزارت اعلان کړی چې نن سهار د څلورو الوتکو له لارې ۸۰۰ کیلو ګرامه درمل او د ۳۰ ډاکټرانو ډله کنړ ته لېږل شوې ده. همدارنګه، په جلال آباد زونل روغتون او د کنړ او لغمان په ولایتي روغتونونو کې د ټپیانو درملنه روانه ده.
له بلې خوا، د لغمان والي شیخ شیر احمد حقاني د زلزلې ټپیانو لیدو لپاره ولایتي روغتون ته ورغی او هلته یې له ټپیانو پوښتنه وکړه او مالي مرسته یې هم وکړه. هغه ډاکټرانو ته سپارښتنه وکړه چې د ناروغانو په درملنه کې هېڅ ډول غفلت ونه کړي. د روغتون مسؤلینو وویل چې دوی د خلکو د خدمت لپاره شپه او ورځ بوخت دي.
د طبیعي پېښو د ملي ادارې مشر ملا نورالدین ترابي هم له خپل ټیم سره کنړ ته رسېدلی څو د اغېزمنو سیمو څېړنه وکړي او د مرستندویو هڅو منظم مدیریت یقیني کړي.
چارواکي او سیمهییز اوسېدونکي دواړه ټینګار کوي چې د زلزلهځپلو خلکو د ژغورنې او مرستې لپاره عاجلې هڅې خورا اړینې دي.


