سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغانستان بانک له کنګل شوې ۷ میلیارده ډالرو شتمنۍ نیمايي یې...

د افغانستان بانک له کنګل شوې ۷ میلیارده ډالرو شتمنۍ نیمايي یې د سپټمبر پېښې قربانیانو ته نه ورکول کېږي.

ويب ډیسک

د امریکا استیناف محکمې په یوه وېشلې پرېکړه کې ویل شوي دي، د افغانستان بانک له کنګل شوې ۷ میلیارده ډالرو شتمنۍ نیمايي یې د سپټمبر پېښې قربانیانو ته نه ورکول کېږي.

د امریکا استیناف محکمې د مخکېني ولسمشر جو بایډن هغه وړاندیز رد کړی، چې د افغانستان بانک له کنګل شوې شتمنۍ یې ۳.۵ میلیارده ډالر د جبران او غرامت په توګه د سپټمبر ۱۱مې قربانیانو ته بېل کړي دي.

د محکمې دوو قاضیانو ویلي، چې د افغانستان بانک د بهرنیو دولتونو د معافیتونو قانون یا FSIA له مخې خوندی دی، ځکه دا «د افغانستان د دولت اداره» ده او د طالبانو د حکومت آله نه شي جوړېدای.

خو قاضي ریچارډ سولیوان دا پرېکړه رد کړې او ویلي یې دي، چې د TRIA قانون له مخې د ترهګرۍ قربانیان کولای شي حتی د دولتونو او یا بانکونو شتمنۍ ونیسي.

هغه ویلي افغانستان اوس FSIA یا د بهرنیو دولتونو د معافیت قانون له مخې د طالبانو د واک له امله بهرنیو دولتونو کې نه راځي او شتمني یې باید د سپټمبر قربانیانو ته ورکړل شي.

د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې د امریکا مخکېني ولسمشر جو بایډن د افغانستان ۷ میلیارده شتمني کنګل کړه او پرېکړه یې وکړه چې د هغې نیمايي د ۲۰۰۱ سپټمر قربانیانو ته د جبران او غرامت په توګه ورکړي.

د سپټمبر په ۱۱مه امریکا کې ۳۰۰۰ کسان هغه وخت ووژل شول، چې څو الوتکو د نیویارک لوی سوداګریز مرکز او پنټاګان ودانۍ په نښه کړې، چې وروسته یې مسوولیت د القاعده مشر، اسامه بن لادن ومانه.

د طالبانو حکومت که څه هم په ځلونو د افغانستان د ټولې کنګل شوې شتمنۍ د آزادېدو غوښتنه کړې ده، خو تراوسه یې د امریکا د استیناف محکمې د وروستۍ پرېکړې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

#

#DAB #Afghanistan #US @UN #Taliban @realDonaldTrump @realZalmayMK @AnwarAhady

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه