دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونههند د پاکستان پر پنجاب د بندونو اوبه ورخوشې کړې

هند د پاکستان پر پنجاب د بندونو اوبه ورخوشې کړې

ویب ډیسک

پاکستان په ټول پنجاب کې چې د دغه هېواد لوی ښار، لاهور هم پکې دی، د سختو مرګونو سېلابونو له امله د خوندیتوب خبرداري ورکړي دي.

 

دا خبرداري د شدیدو موسمي ورښتونو سربېره، وروسته له هغې ورکول کېږي، چې هند پاکستان ته دوه ځله خبرداری ورکړ، چې د ډک شویو بندونو اوبه پرې ورخوشې کوي.

 

پاکستان وايي، هند د تین بند ټولې دروازې پرانیستې دي او د دغه هېواد پنجاب ایالت چې د ۲۴۰ میلیونو وګړو نیمايي یې پکې اوسېږي، تر سختو سېلابي ګواښونو لاندې دی.

 

هند د مادهوپور بند د اوبو ورخوشې کولو خبرداری هم ورکړی دی.

 

د پاکستان ناورین مدیریت ادارې ویلي، چې تراوسه سلګونه زرو کسانو ته د خپلو مېنو د تخلیې امر شوی او یو شمېر سیمو کې یې جبري ایستنې هم پیل کړې دي.

 

یو هندي چارواکي رویټرز ته ویلي، د اوبو د خوشې کولو خبرداري د «انساني خواخوږۍ له مخې» پاکستان سره شریک شوي، ځکه هند هم د سختو بارانونو له امله له ورته ستونزو سره مخ دی.

 

اپریل کې د پاکستان او هند له درې ورځنۍ جګړې وروسته هند پر پاکستان د خپلو بندونو او سیندنو اوبه وتړلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې اوبو وېش تړون وځنډاوه.

 

د معلوماتو له مخې، د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې له جون راهیسې د سختو مرګونو ورښتونو او سېلابونو له امله له ۸۰۰ زیات کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپيان او بې ځایه شوي دي.

 

# #Pakistan #India #TheinDam #MadhopurDam

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه