یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍټرمپ له ولادیمیر پوتین سره په الاسکا کې ويني، څو د اوکراین...

ټرمپ له ولادیمیر پوتین سره په الاسکا کې ويني، څو د اوکراین جګړه پای ته ورسوي.

ویب ډیسک

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، به د اګست په ۱۵ نېټه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په الاسکا کې ويني، څو د اوکراین جګړه پای ته ورسوي.

 

ولسمشر ټرمپ دا اعلان د جمعې ورځ کړی او ویلي یې دي، چې په جګړه کې ښکېل اړخونه د یوه اوربند تړون ته نږدې شوي دي چې ښايي دا جګړه پای ته ورسوي.

 

کریملین ماڼۍ هم وروسته یوه بیان کې د دې غونډې پخلی وکړ.

 

د ولسمشر پوتین سلاکار یوري اوشاکوف ویلي، چې ټرمپ او پوتین به د اوکراین د کړکېچ د اوږد مهاله سوله ییز حل پر لارو چارو تمرکز وکړي.

 

د ولسمشر ټرمپ د وینا له مخې، د اوربند او سولې په دې تړون کې به د دواړو هېوادونو په ګټه د ځمکو تبادله وشي.

 

مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې امریکا او روسیه پر داسې تړون کار کوي چې د جګړې پر مهال نیول شوې سیمې به د مسکو لاس کې پاتې شي.

 

اوکراین مخکې ویلي چې د جګړې د پای په لټه کې نرمښت ته چمتو دی، خو د خپلې شاوخوا ۲۰٪ خاورې پرېښودل به د زیلینسکي لپاره سیاسي او ملي له پلوه ډېر سخت وي.

 

اوس به د اګسټ په ۱۵ مه نېټه روښانه شي، ولسمشر ټرمپ او ولسمشر پوتین د اوکراین سولې په تړاو هوکړې ته رسېږي، که نه.

 

# #US #UKRAINE #RUSSIA #PUTIN #TRUMP

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه