سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد دو حې بهیر د کاري ډلې غونډې: د افغانانو لپاره د...

د دو حې بهیر د کاري ډلې غونډې: د افغانانو لپاره د لازیات نړیوال تعامل او ملاتړ غوښتنه وکړه

پښتو جرنل 

کابل – د افغانستان د خصوصي سکتور او د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې اړوند کاري ډلې غونډې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) لخوا د جون په ۳۰ مه او د جولای په لومړۍ نیټه د قطر په دوحه کې ترسره شوې .

د دغو دوه ورځنیو غونډو په اوږدو کې هغه چارې روښانه شوې چې تر دې دمه د خصوصي سکتور او په افغانستان کې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د هڅو د ملاتړ په پار ترسره شوي دي، او همدارنګه د لازیات تعامل او ګامونو پورته کولو لپاره نور لومړیتوبونه په ګوته شول .

په دې غونډو کې د ۲۶ غړو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو، د افغانستان د واکمنو چارواکو استازو، د ملګرو ملتونو استازو او همدارنګه د لسو څانګو متخصصینو ګډون کړی وو .

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سر منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې، روزا اوتنبایوا وویل: ” د خصوصي سکتور او د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې له هڅو څخه ملاتړ یوه ستراتیژیکه، اقتصادي او بشري اړتیا ده” .

اغلې اوتنبایوا زیاته کړه: ” د افغانانو لپاره د نړیوال تعامل او ملاتړ د زیاتولو د غوښتنې سربیره، دا یو مهم فرصت و چې د افغانستان د نړیوالو مکلفیتونو په اړه له واکمنو چارواکو سره خبرې وشي، او همدارنګه په افغان ټولنه او د هیواد په اقتصادي بیارغونه کې د ښځو او نجونو اړین رول روښانه شي.”

له نشه یي توکو سره د مبارزې په اړه د کاري ډلې غونډې د کوکنارو د کروندګرو لپاره د بدیل کښت په اړه د عمل د یوه ګډ پلان پر پلي کولو، د مخدره توکو د مخنیوي لپاره د ګډ تعامل رامینځته کولو او له مخدره توکو څخه د اغیزمنو خلکو لپاره د درملنې د پلان پر جوړولو، د مخدره توکو د قاچاق او تولید د مخنیوي، د پولې مدیریت او همدارنګه د قانون د پلي کولو پر مهمو مسلو بحث وکړ.

د خصوصي سکتور اړوند کاري ډلې د خصوصي سکتور له استازو سره پراخې مشورې وکړې تر څو د لازیاتو همکاریو لپاره روان نوښتونه روښانه کړي: لکه مالي سرچینو ته د لاسرسي وده، د نظارتي چوکاټونو پیاوړي کول، د ښځو په مشرۍ د سوداګریو د ملاتړ هڅول او په سکتورونو کې د دوی لازیات شمولیت. همدارنګه بحثونو د افغانستان د خصوصي سکتور لپاره پر عملي حل لارو تمرکز درلود کوم چې دندې رامینځته کوي، مهارتونه لوړوي او د افغانستان د اقتصادي پراختیا ملاتړ کوي.

دغه تخنیکي کاري ډلې، چې د تیر کال د جولای په میاشت کې د قطر په دوحې کې د ځانګړو استازو د دریمې غونډې د مواردو د تعقیب په موخه رامینځته او د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د وړاندې شویو خپلواکو ارزونو راپور (S/2023/856) د سپارښتنو سره سمې جوړې شوې، د افغانستان له واکمنو چارواکو سره د یو ډیر منظم او هر اړخیز تعامل یوه برخه ده، چې د افغان ولس د ګټې لپاره کار کوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه