سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونها،ا د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیک د غوښتنو او سپارښتنو له...

ا،ا د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیک د غوښتنو او سپارښتنو له ارزولو خبر ورکړ

ویب ډیسک

 

بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي؛ دا وزارت د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ځينو هېوادونو له لوري د افغانستان د امنیت ټينګښت، له نشه‌يي توکو سره د اسلامي امارت مبارزه، لاس ته راوړنې او د اقتصادي ودې پر وړاندې د خنډونو لرې کول مثبت ارزول ستايي.

دا خبرپاڼه هغه پرېکړه لیک، چې د افغانستان د وضعیت په اړه وړاندې شوی؛ ځکه ردوي، چې په پرېکړه لیک کې د بشري وضعیت په اړه ځمکني واقعیتونه او د تصویب پر مهال یې د اسلامي امارت نظر له پامه غورځولي.

ویل کیږي، چې سره له دې به هم اسلامي امارت د دغه پرېکړه لیک، غوښتنې او سپارښتنې د اسلامي لارښوونو پر بنسټ و ارزوي.

 

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه