لیکنه :ډ اکتر یارمحمد تره کی
هغه دوستان چی په دری نه پوهیږی او په پشتو د مقالو ویلو لیواله دی هغوی څخه د ښو، تبصرو امید کیږی)
د افغانستان واقعیتونو څو اړخه لری. په دغو واقعیتونو کی یو هم دمفسدو ، تجز یه طلبو او متعصبو جهادی کړ یو او ددوی د ملګرو شتون دی. دغه شتون که څه هم په اوسنی رژیم کی فزیکی موجودیت نلری خو د افغانستان د نظام د تشکل او ورانولو په لار کی یو لوی فکتور په توګه شمیرل کیږی. دغه فکتور که مثبت او رغیدونکی وای مو نږ به ډیر نیکمر غه وو.
چی کله مونږ د طالبانو د بدوی پیړیو عملونه و غندو او دوی صر اط المستقیم ته رابولو نو ډیر مخور او با عز ته شخصیتونه تنظیمی او جهادی کړی زمونږ مخی ته ودروی او مونږ وویروی. دوی اکثرآ وایی “که تاسو طالبان نه منی نو بیا به جهادی غله د رباندی نا زل شی”. دوی مونږ د پړانګ اوپاڼ تر مینځ دروی.
که ظاهرا وګورو نو دوی هم رښتیا وایی خو که ژور دی مسلی ته ځیر شو نو د افغانستان خلک هغه کس ته پاتی کیږی چی د اعدام حکم ور باندی ختلی وی اوجلاد تری وپوښتی. « ته په رسی مرګ غواړی که په مرمی؟». زمونږ اوس دغه حال دی.
ډیر په اصطلاح مخور مبصرین د افعانستان خلکو ته دوه انتخابه تر مخه ږدی. یا طالبان و منی او یا هم د اوو او اتو سرونو جهادی ښامار بیا در باند ی حاکم کوو.
د دی مسلی داډول طرحه په دوو مهمو دلیلونو د بنیاده ناسمه برېښی :
1. دا دوه بدیله نه بلکه یو بدیل دی: په اصل کی ددواړو سیاسی- جهادی ډلو یعنی طالبانو او تنظیمی استادانو د کار میتود یو شان او یو ډول دی. ددوی مربیان، سپانسران او رهبران یو دی. ددوی ایدیالو ژیک بنسټ او د رهبری میتودونه یو شان دی. یو څه چی فرق لری ددوی د راتګ نیټی او د نړی سیاسی حالاتو فرق دی. په پیل کی تنطیمی مجاهدین هم همداسی وو. لمړی ځل د امر بالمعروف اداره بر هان الدین ربانی جوړه کړه. لمړی قصاص او په دار را ځړول په زرنګار پارک کی د ۱۹۹۲ کال د جولای په میاشت کی تر سره شو. زه هغه وخت نوی د بهر څخه راغلی وم او ددوی ځوړند ی پښی می په خپلو سترګو ولیدلی. لمړی ځل پر ښځو محدودیتونه همدغو خلکو وضع کړل. یو کس د یاسر په نامه چی د مجاهدینو وزیروو خپله ورځ به یی د ښځو د طهارت په باب په نصیحت پیلوله. د نجونو د ګرځیدو بندیز، په دولتی ادارو کی د ښځو د کار بندیز په هماغه وخت کی پیل شول. کټ مټ لکه نن. خو ډیر ژر دوی په خپلو مینځو کی خولی سره واچولی او دا مجدودیتونه او قوانین یی هیر شول.
2. د فساد مشتر کات: په لنډه توګه یی انځوروم
– دولت اوددولت موسسو ته د غنیمت په سترګه کتل. دا فکر په دواړو کی یو شان دی.
– د خپلوانو، اخښیانو او جهادی انډیوالانو مقررول دمجاهدینو او طالبانودواړو خصلت وو او دی.
– د ځان، وروڼو او خپلوانو لپا ره د دولتی پروژو اخیستل. دا کار په پیل کی د مجاهدینو نه وو زده خو طالبانو له لمړی ورځی پیل پری وکړ.
– اخلاقی فساد او د ښځو زورونه. دا کار تنظیمی مجاهدینو له لمړنی ورځی پیل کړ. طالبانو د څوودونو او په ولایاتو کی د ځینو هلکانو په ساتلو دا کار ته اسلامی شرعی پرتوګ ور واغوست. خوجنسی زورونی هم په سیستماتیک ډول دوام لری.
– د غیر جهادی او عادی خلکو سره بد چلند کول. په دی کار کی دواړه تحریکونه د پیل څخه ښکیل وو ځکه چی ددوې لپار ه دولت د چوپړ او خد مت په معنی نده بلکه د رعیت د تابع کولواو بیعت په معنی ده.
– د مالی شفافیت نه شتون او ددولت د مالی حالت څخه د ګذارش نه ورکول. په دی کې تنظینی مجاهدینو دددولت اقتصادی وژنه د ۹۲ او ۹۳ کوډ په مرسته تر سره کړه . دطالبانو مشرتابه هم لکه د تحریک لوی مشر، وزیرانو او چارواکو ته د لایتناحی مالی صلاحیت په ورکولو تر مجاهدینو ډیره ور واړوله. په دی وخت کی خو هیڅ څوک هم نه پوهیږی چی دا هیواد څومره پیسی لری او څومره لګښت موجود دی.
– ددولت او امریکایی موسسو په پیسو اوالوتکو بهر ته سفرونه کول. تنظیمی مجاهدین لمړی په دی ډیر نه پوهیدل خو وروسته د دولت او امریکایی پوځ په پیسواو امکاناتو بهر ته تلل او په عملیاتونو، تداوی کولو او نورو کارونو باندی روږدی شول. طالبانو دا کسب د لمړی ورځی څخه پیل کړ . دوی ته په میاشت یا اونی کی دوبی، کویټی، قطر اونورو نږدی ځایونو ته تګ یو نصوار هم ندی.
– د عصری تحصیل لرونکو، پوهو متر قی او د پراخ نظر د خاوندانو سر ه د تر بګنی چلند. په دی کی هم مجاهد ین او هم طالبان وړاندی وو خو تنظیمی مجاهدینو دا کار وروسته پریښود او د پوهو او متخصصو څخه یی د ګټې اخیستنی لاره غوره کړه. طالبانو تراوسه دا کار ندی کړی یا یی توجه ورته لږ ده.
– د خلکیانو، پرچم، افغان ملت، شعله جاوید اونورو سره نه پخلا کیدونکی تربګنی. څرنګه چی دا خلک د افغانستان د روڼ آندی سیستم اصلی قشر جوړوی نو هم مجاهدین اوهم طالبان د هر ډول روڼ اندی، تکنولوجی، هنر او ادبیاتو سره ښه ندی. په یوه حساب مترقی او په مسله پوه خلک دوی ته قوی سیالان ښکاری.
– د عصری علم، تخنیک، ریاضی، فزیک، کیمیا، ادبیاتو او موسیقی سره دښمنی. په دی دواړو کی هم تنطیمی مجاهدین او هم طالبان یو شانته نظر او لید درلود. نه مجاهد ینو او نه هم طالبانو دپورتنیو دنیوی لاسته راوړنو باندی باور در لود.
اوس چی جوته شوه دواړه د یوی بنی ږدن او د یوه فکر پلویان دی نو ولی ځینی افغانان دوی یو د بل په وړاندی د بدیل په توګه مونږ ته راپیژنی؟
ددی اصلی دلیل ددغو دوو تحر یکونو د مهندسینو په پالیسی کی دی. دوی په افغانستان کی د مجاهدینو زوړ انجن کوز کړ او د طالبانو نوی غوړ انجن یی سیاسی ګاډی ته ور واچاوو. اوس ټوله توجه دی ته ده چی څرنګه دا نوې انجن په خلکو ومنی. د طالبانو سیاسی او تکاملی ( evolutionary ) ) پرمختګ مونږ هماغه مشترک مخرج ته رسوی چی مجاهدینو رسولی وو.
افغانستان به هغه وخت د صراط المستقیم خواه ته و درومی چی د جهادی او طالبی بدیل بنسټ ددغو دوو متخاصمو خو وروڼو تحریکونو په وړاندی کیښودل شی. دغه ریښتینی بدیل باید د مدیرنیتی (Modernity) ، عصر ی توب، انسانی کر امت، اقتصادی عدالت او د قانون حاکمیت دعوا ولری او هغه ته د زړه له کومی کار وکړی. دغه بدیل حتی که فزیکی موجودیت هم نلری او یا د راټوکیدو په حال کی دی، مخورو او پوهو افغانانو ته نه ښایی چی مونږ د تنظیمی ښامارانو څخه وډاروی. ددی پر ځای به عادلانه وی چی په خپلو لیکنو، ویناوو او موعضو کی د جهادی – طالبی بدیل پر وړاندی د نوی بدیل د پیژندګلوی او معرفی کولوخبری وکړی او یا په خپله په دی بدیل واوړی.


