ویب ډیسک
زلمی خلیلزاد په خپل اېکس له ایران غوښتي چې افغان کډوال په “مدني او د درناوي وړ” ډول بېرته افغانستان ته واستوي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي ویلي، په پوله کې له ایرانه د ایستل شویو کډوالو د وضعیت په اړه “اندېښمنوونکي راپورونه” ترلاسه کړي دي.
ښاغلي خلیلزاد ټینګار کړی چې د وضعیت د ښهوالي لپاره یوه اغېزناکه لاره دا ده چې د ایستلو بهیر ورو شي او له افغان او نړۍوالو مرستندویو بنسټونو سره همغږي وشي.
هغه زیاته کړې چې ډېری هغه افغانان چې له ایرانه ایستل کېږي په خپل هېواد کې د اوسېدو ځای نه لري او افغانستان چې لا هم له جګره وروسته له سختې بېوزلۍ سره مخ دی، نشي کولای دا شمېر راستنېدونکي په لنډ وخت کې جذب کړي.


