سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهيوناما وايي :د ۲۰۲۵ کال په اړږدو کې شاوخوا یو ملیون افغانان...

يوناما وايي :د ۲۰۲۵ کال په اړږدو کې شاوخوا یو ملیون افغانان راستانه شوي دي

پښتو جرنل

د بیړنیو بشري مرستو معلومات: د ۲۰۲۵ کال په اړږدو کې شاوخوا یو ملیون افغانان راستانه شوي دي

سږ کال د جون تر ۳۰مې نیټې پورې، ۹۴۹۰۰۰ افغانان هیواد ته راستانه شوي دي – ۷۴۱۰۰۰ له ایران او ۲۰۸۰۰۰ له پاکستان څخه. وروستيو سیمه ییزو شخړو د بیرته راستنیدنې بهیر ګړندی کړې دی، چې یوازې د جون په میاشت کې ۲۸۳۰۰۰ تنه له ایران څخه راستانه شوي دي.

د وګړو بدلیدونکي ارقام: د بیرته راستنیدنې د پخوانیو څپو برعکس چې یواځې نارینه راستنیدل، اوس له ۶۰ سلنې څخه ډیر یې کورنۍ دي، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون له ناوړه حالت سره مخ دي.

مخ په زیاتیدونکې ننګونې: کوربه ټولنې د محدودو سرچینو، د خدماتو نشتوالي او د ټولنیزو ناخوالو په درلودلو سره ترفشار لاندې دي.

راستنیدونکي وګړي بیړني ملاتړ ته اړتیا لري – دوی سرپناه، خوړو، روغتیایي پاملرنې او د ژوندانه نورو اسانتیاوو ته اړتیا لري ترڅو وکولای شي خپل ژوند بیا پیل کړي. نړیواله ټولنه باید د ناورین د لازیاتیدو د مخنیوي لپاره خپلې مرستې زیاتې کړي.

 

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه