دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهایران نه راستانه شوي کډوال بې‌سرپناهۍ، بې‌کارۍ او د بیړنیو مرستو له...

ایران نه راستانه شوي کډوال بې‌سرپناهۍ، بې‌کارۍ او د بیړنیو مرستو له نشتوالي سره مخ دي

ویب ډیسک

ځينې هغه افغانان چې اوس اوس له ایرانه راستانه شوي، وایي هېواد ته تر راستنېدو وروسته له جدي ستونزو لکه بې‌سرپناهۍ، بې‌کارۍ او د بیړنیو مرستو له نشتوالي سره مخ شوي دي.

 

دوی له سرپرست حکومته غواړي چې د دوی د وضعیت د ښه‌والي لپاره مشخص او بیړني پلانونه جوړ کړي او پرې نه‌ږدي چې د غربت کړاوونه یې په کور دننه له نورو ستونزو سره لا پسې ډېر شي.

 

محمد شریف، چې له ایرانه رایستل شوی په دې هکله وایي:«اوس سرګردانه یوو، نه پوهېږو چې چېرته لاړ شو یا لاړ نه‌شو. درې اولادونه لرم، مېرمن مې هم راسره ده، نه کوم کار لرو، نه سرپناه. رښتیا ووایم، بې‌برخلیکه پاتې شوي یو. له اسلامي امارته زموږ یوازینۍ غوښتنه دا ده چې زموږ لپاره یو حل لار پیدا کړي.»

 

بل لور ته، د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د افغان کډوالو د “پي‌او‌ار” کارتونو د تمدید موضوع تر ارزونې لاندې ده، او اړوندو ادارو ته سپارښتنه شوې تر هغه وخته چې وروستۍ پرېکړه نه‌وي شوې، د دغو کارتونو لرونکو کډوالو پر وړاندې هېڅ اقدام ونه‌شي.

 

پاکستان کې کډوال ملک‌اول شینواری وایي:«ځينې ستونزې چې کډوال ورسره مخ دي، لکه د پاکستاني پولیسو چلند، په ځانګړې توګه له هغو کسانو سره چې د پي‌او‌ار کارتونه لري، لا هم شتون لري. دا کسان باید ونه‌ايستل شي؛ خو په ځینو سیمو کې پولیس افغان کډوالو ته ستونزې جوړوي.»

 

پاکستان کې بل افغان عتیق‌الله منصور هم وویل:«له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره اقدام وکړي، او د بهرنیو چارو وزارت له لارې له کوربه هېواد سره خبرې پیل کړي، تر څو د ویزو ستونزه او د هغوی تمدید د کډوالو لپاره اسانه شي.»

 

د کډوالو د ستنېدو روان بهیر ته په کتو، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ خبرداری ورکړی چې په روان زیږیز کال کې څه باندې ۱٫۴ مېلیونه افغان کډوال بېرته راستنېدو، بیړنیو مرستو ته اړتیا په بې‌سارې توګه زیاته کړې ده.

 

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، یوازې له ایرانه څه باندې یو مېلیون افغانان بېرته راستانه شوي دي.

 

د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په خبرپاڼه کې راغلي:«د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري بیړنیو مالي سرچینو ته اړتیا لري، تر څو له هغو څه باندې ۱٫۴ مېلیونو افغانانو ملاتړ وکړي چې سږکال افغانستان ته بېرته راستانه شوي یا په زور ایستل شوي، چې تر یو مېلیون زیات یې له ایرانه دي.»

 

د کډوالو د حقونو فعال، نظر نظري په دې هکله وویل:«د کډوالو ملاتړ یوه اخلاقي، بشري او حیاتي اړتیا ده. نړۍواله ټولنه باید په دې برخه کې جدي او اغېزمن ګامونه واخلي.»

 

بل‌خوا، ایراني رسنیو د تایباد د والي له قوله ویلي چې هره ورځ شاوخوا ۳۸ زره افغان کډوال د دوغارون له پولې ایستل کېږي. نوموړي همداراز ویلي چې تر اوسه له همدې پولې له ۵۰۰ زرو ډېر کسان ایستل شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه