ویب ډیسک
پښتون سیاستوال او د پاکستان د مشرانو جرګې پخوانی غړی، افراسیاب خټک د روسیې له لوري د طالبانو په رسمیت پېژندل، مرکزي آسیا ته د ګواښ مخنیوي په موخه بولي.
هغه وايي، روسیه ویني چې «طالبېزم» مرکزي آسیا ته ور روان دی، خو دا چې نه د امریکا ډالري کڅوړې او نه د چین پانګونه لري، غواړي دا تهدید په سیاست مهار کړي.
ښاغلی خټک وايي، «دا وړۍ به شړۍ نه شي».
هغه ټینګار کړی، چې روسیه طالبانو سره هم د تعامل او هم د فشار سیاست کاروي؛ ځکه په باور یې د روسیې خارجي سیاست طالبانو سره تعامل کوي او دفاع یې له افغانستانه د ګواښ وېره لري.
د جولای په درېیمه روسیه لومړی هېواد شو چې امریکا سره د دوحې قرارداد له مخې پر افغانستان حاکمه شوې ډله، د حکومت په توګه په رسمیت وپېژني.
کارپوهان وايي، روسیې به طالبانو ته رسمیت ورکړی وي، خو مشروعیت نه. دوی باور لري، چې طالبان تراوسه هېڅ کورنی او بهرنی مشروعیت نه لري، څه چې نړیوالې ټولنې د تعامل لپاره مشروط کړي.
# #Afghanistan #Russia #US @UN


