لیکنه:صبورګل صابر
زموږ اوسنی حکومت لومړی ځل روس په رسمیت وپېژاند، دا چې دا فیصله مثبته ده که منفي، دومره مهمه نه ده، ځکه زموږ د اوسني حکومت ډېری سفارتونه په ډېرو ملکونو کې د اسلامي امارت تر سرپرستۍ لاندې فعال دي، نو خپله دغه یو ډول رسمیت دی چې نورو هېوادونو منلی دی. هو، په نړیوال سټېج زموږ لپاره د روس په رسمیت منل یو دیپلوماټیک مثبت ټکی کېدلای شي.
اصلي خبره دا ده چې د نظام د بقا لپاره او د خپل وطن د پښو درېدا لپاره تر ټولو مهم زموږ خپلمنځي تفاهم دی، او یا په سیاسي اصطلاح، بینالافغاني تفاهم دی، چې تر نورو موږ ته بهتر دی او زموږ د وطن د سوکالۍ لومړی ګام دی.
نور هېوادونه د خپلو ګټو لپاره له موږ سره کار کوي. همدغه روسانو خو لس کاله تر ټانکونو لاندې کړو، زموږ ډېر خلک نن هم د دوی له لاسه ورک دي، چې د مرګ او ژوند درک یې نشته. د روسانو ظلمونه او د دوی جنایتونه تر امریکایانو څو چنده زیات دي، او دا هم باید یاد ولرو چې هلته هم دوی د دوستۍ په خاطر راغلي وو.
امریکایان هم شل کاله دلته وجنګېدل، او د دوستۍ دعوې تر شاه یې پټ مخونه هرچا ولیدل. وطن ته یې څه راوړل؟ موږ کومه ګټه وکړه؟ هېڅ هم نه! کله چې یې خپلې ګټې تر خطر لاندې شوې، بیا څه شول؟
نو اصلي خبره داده؛ چې باید په نورو ملکونو پورې امید ونه تړو، ځکه هر بهرنی هېواد د خپل مفاد لپاره کار کوي او باید یې هم وکړي.
موږ ته پکار ده چې د نورو پر ځای، پر خپل ځان کار وکړو، او خپل نظام جوړ او پیاوړی کړو.
موږ یوه پیړۍ د مجاهد، طالب، جمهوریتي، امارتي په نومونو سره وجنګېدلو، ګټه چا یوړه؟ زموږ سیال ملکونه تر موږ ډېر مخکې دي، او موږ لا هم په بد حال کې یوو.
چېرته مې اورېدلي وو: چې د چین اوسنی کمونیستي حکومت، چې په ۱۹۴۹ کې جوړ شو، شاوخوا درې لسیزې (۳۰ کاله) له نړیوال رسمیت او اقتصادي اړیکو بې برخې و، خو د خپل کورني تفاهم او اصلاحاتو له لارې یې اقتصاد پیاوړی کړ، او بالاخره نړۍ اړ شوه چې رسمیت ورکړي او ورسره اړیکې جوړې کړي.
یعنې، د رسمیت نه لرلو باوجود، چین خپلواکي او پرمختګ ته دوام ورکړ، او بالاخره نړیوالو ته مهم شو.
موږ هم تر چا کم نه یوو، او نه هم بېکدرونو یوو، خو شیطاني او بهرني زبر ځواکونه دي چې موږ سره جنګوي، او دوی مو یواځې تماشې ته ناست دي.
دا ښه ده چې موږ په نړیوال سټېج کې یوه درڅه پیدا کړه، بل پلو روس هغه هېواد دی چې پر منځني ختیځ کې یو با نفوذه هېواد دی، کېدای شي نورو هېوادونو ته لار ورخلاصه کړي، او هغوی هم دا زړه ورتوب وکړي، کنې عربان خو د امریکا تر اشارې لاندې کار کوي. نن به یې وګورو چې هغوی څه کوي.
خو دا خبره بیا هم تکراروم، چې تر ټولې نړۍ رسمیت پېژندنې موږ ته داخلي تفاهم او یوالی مهم دی.
د انجنو مکاتب، اساسي قانون، ملي لویه جرګه، او نورې ځینې مهمې موضوعات دي، چې د ملي بحث او تفاهم له لارې ورته رسېدلی شو، او خپلمنځي یوالی ته پیدا کولای شو.
دغه نننی فرصت، چې په ټول هېواد کې سرتاسري د امن فضا ده، دا یو لوی د وطن جوړونې فرصت دی. قسم په خدای که دا فرصت ضایع کړو، نور به تر قیامت پورې د نورو غلامان او مزدوران پاتې شو.
دا باید ومنو چې پخواني جنګسالاران هېڅکله د وطن جوړونې جوګه نه دي. په ټولو کې روستم خو باید دلته محاکمه شي. د دښتې لیلې پېښه به هېڅکله د چا له یاده ونه وځي. نور یې تر روستم کم نه دي. د جمهوریت د ضعف ټکی دا و، چې همدغو جنګسالارانو ودې ته پرېنښود، ځکه هر جنګي مشر د نورو هېوادونو له پټو استخباراتي کړیو سره اړیکه لري، او د نورو استخباراتو له خوا روزل شوی دی. له هغوی څخه چې دا وطن څو لېرې وي، دومره به ښه وي. خو دا هم باید ومنو، چې په جمهوریت کې ډېر وطندوست خلک هم وو، او غوښتل یې چې د وطن لپاره کار وکړي. نو له هغوی سره اړیکه نیول به زموږ د ملي تفاهم چارې لا ښې کړي.
بل پلو، عام خلک دي، چې د هر نظام ريښه جوړوي، غوښتنې یې باید ومنل شي. د عامو خلکو غوښتني ډېري ساده دي، لکه د ډول غوښتنه، که لږ ځېرک وکتل شي ډول به په شرعیت کې هم دومره تاواني نه وي، د ملي بیرغ غوښتنه، چې پر مټ یې د عامو خلکو زړه په لاس کې نویلی شو، د دوی لا نوري مشروع غوښتنې او په نظام کې شریکول یې زموږ د بقا لپاره حیاتي ارزښت لري. عام خلک چې جمهوریت هم ځورول، نن هم ځوریږي. باید نور وپلټل شي، په نظام کې شریک شي، غوښتنو ته یې په درنه سترګه وکتل شي، او د وطن د جوړونې لپاره باید کار ورنه اخیستل شي.
دا وطن دې تل آباد او سرلوړی وي
ژوندی دې وي زموږ ګران افغانستان


