ویب ډیسک
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر په اذربایجان کې د قزاقستان له لومړي وزیر سره وکتل.
دواړو چارواکو د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراخولو خبرې وکړې او ملا عبدالغني برادر قزاقستان یو باوري شریک وباله او په نړۍواله کچه د ملاتړ مننه یې وکړه.
هغه له قزاقستان وغوښتل چې له ټرانزیټ، پانګونې او سوداګرۍ فرصتونو ګټه واخلي.
د قزاقستان لومړي وزیر د اړیکو د پراخېدو ژمنه وکړه او د تورغونډۍ–هرات پروژه کې یې د ۵۰۰ میلیونه ډالرو پانګونه اعلان کړه او د کانونو، مېوو وارداتو او صادراتو د اسانتیاو لیوالتیا یې وښوده.


