سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان کې د «POR» کارت‌لرونکو افغانانو د پاتې‌کېدو موده نن (دوشنبې) پایته...

پاکستان کې د «POR» کارت‌لرونکو افغانانو د پاتې‌کېدو موده نن (دوشنبې) پایته رسېږي

ویب ډیسک

د پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې هلته د «POR» کارت‌لرونکو افغانانو د پاتې‌کېدو موده نن (دوشنبې) پایته رسېږي، او تر اوسه یې برخلیک نه دی روښانه شوی.

 

د راپورونو له مخې چې تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې د دغو راجسټر د تثبیت کارت‌لرونکو موده به وغځول شي او که نه.

 

تر دې مخکې پاکستاني حکومت اراده لرله چې د «پي او آر» کارت‌‌لرونکو افغانانو د پاتې‌کېدو موده له دریو تر شپږو میاشتو پورې وغځوي.

 

دا راپورونه داسې مهال دي چې له څه مودې راپدېخوا له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستل زیات شوي، او د دې ترڅنګ په یاد هېواد کې د افغانانو نیولو او بندي‌کولو راپورونه هم زیات ورکول کېږي.

 

پاکستاني چارواکو بار بار ټینګار کړی و چې دوی به له خپلې خاورې ټول افغانان وباسي.

 

د ویلو ده چې پر پاکستان سربېره له ایران څخه هم د افغان کډوالو راستنېدل زیات شوي چې د راپورونو له مخې یوازې په تېرو پنځو ورځو کې له یاد هېواده تر سلو زرو ډېر افغانان راستانه شوي دي.

 

بلخوا د کډوالو چارو یو شمېر نړیوالو بنسټونو ویلي چې له پاکستان او ایران څخه په راستنوشویو کې ډېر یې په جبري توګه له یادو هېوادونو را ایستل شوي دي.

 

نن د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې یا یونیسف هم ویلي چې هره ورځ د ماشومانو په ګډون له ۲۰ تر ۳۰ زرو افغانان هېواد ته راستنېږي، او د دوی اړتیاوې په کمسارې توګه زیاتې شوې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه