ویب ډیسک
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف ویلي چې افغان اتباع په ناقانونه ډول په پاکستان کې کاروبارونه کوي او ځمکې نیسي.
د تفصیلاتو له مخې، خواجه آصف د ARY نیوز په “اعتراض ہے” نومې خپرونه کې د خبرو پر مهال وویل، چې هغه نهري چې دی پکې اکثر لامبو وهي، هلته د نهرو په غاړو د ډمپر ګاډي ولاړ دي، چې د افغان کډوالو ملکیت دي. هغه وویل، دغه افغانان چې په عارضي کیمپونو کې ژوند کوي، خو د اوبپاشۍ په ځمکو یې ناقانونه قبضه کړې ده.
ده تور ولګاوه چې دا افغان ډمپر لرونکي ښايي د اوبپاشۍ محکمې ته رشوت ورکوي. نوموړي وویل: “په پاکستان کې چې څومره غیر قانوني کاروبارونه دي، ټول افغانان کوي. زموږ د ټولو نهرو غاړې د افغانانو لخوا نیول شوې دي.”
خواجه آصف ادعا وکړه چې تقریباً ۶ تر ۷ میلیونه غیر رسمي کسان په پاکستان کې ژوند کوي، او وړاندیز یې وکړ چې که افغانان خپل هېواد ته لاړ شي، نو د پاکستاني وګړو لپاره به د کار زمینه برابره شي.
په نړیوالو اړیکو کې، خواجه آصف وویل چې “د پاکستان او امریکا اړیکې اوس مهال ښې دي، خو د پخوا په پرتله دا اړیکې د ګډو پوځې فعالیتونو پر بنسټ نه دي.” ده دا هم ومنله چې “موږ په تېرو وختونو کې د خپلو اهدافو لپاره علماء او مجاهدین کارول.”
نوموړي زیاته کړه: “هند که ومني یا ونه مني، نړیواله ټولنه د پاکستان دریځ مني. نړیوالو ادارو ویلي چې د سند طاس تړون یو طرفه نه شي لغوه کېدای.”
د اسرائیل او هند په اړه خواجه آصف وویل: “اسرائیل د امریکا او اروپا د ملاتړ له امله بې پروا عمل کوي. که هند هم همداسې کوي، نو د هغه تر شا څوک دي؟”
د دفاع وزیر ټینګار وکړ چې پاکستان سوله غواړي، خو د شخړو حل اساسي ضرورت دی. ده زیاته کړه، که د کور دننه مسلې هوارې شي، پاکستان به په چټکۍ سره پرمختګ وکړي.
د پاکستان تحریک انصاف (PTI) په اړه خواجه آصف وویل چې “پی ټي آی فکر کاوه چې قانون ته به پام نه کوي، شخصیت پرستي به کار ورکړي، خو زندان تیرول اسانه نه دي، دا ډول کارونو کې دا شانې کېږي.”


