ویب ډیسک
نیویارک ټایمز په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې امریکايي چارواکي د استخباراتي راپورونو تر ارزونې وروسته دې پایلې ته رسېدلي و، چې که امریکا د ایران او اسراییل ترمنځ جګړې ته داخل شي، د ایران حکومت چمتو دی چې د امریکا پوځي اډې او تجهیزات په منځني ختیځ کې په نښه کړي.
د اسراییل پخواني دفاع وزیر د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا له برید وروسته په خپل اېکس پاڼه لیکلي، چې ډونالډ ټرمپ د ایران پروړاندې زړوره پرېکړه وکړه.
بلخوا ایراني لوري د امریکا یاد بریدونه ناکامه بللي او زیاته کړې یې ده، چې یادو تاسیساتو او د هغوی غني کړل شوې یورانیم زېرمې له برید مخکې له سیمې انتقال شوي وو.


