ویب ډیسک
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف د ۲۰۲۵ کال د جون په ۱۴مه د ملي اسمبلۍ په غونډه کې په اسلاماباد کې خبرې وکړې.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف د اسراییلي رژیم لپاره د لویدیځو هېوادونو د ملاتړ په اړه خبرداری ورکړی او دا یې د سیمې لپاره “ورانوونکې پایلې” بللې دي، او د اسلامي هېوادونو څخه یې غوښتي چې د اشغالګر رژیم پر وړاندې یو موټی شي.
دغه لوړپوړي پاکستاني چارواکي د دوشنبې په ورځ په ایکس (پخوانی ټویټر) کې په خپاره شوي پیغام کې ویلي، چې د اسراییلو د بې قانونه واکمنو لپاره د لویدیځو هېوادونو بې ساري ملاتړ به د سیمې جګړې پراخې کړي، او دا شخړې به له لوېدیځې آسیا څخه هم واوړي.
هغه زیاته کړه:
“نړۍ باید د اتومي وسلو لرونکو اسراییلو په اړه اندېښنه ولري، ځکه چې هغوی نه د نړیوالو اتومي اصولو پیروي کوي، نه د اتومي وسلو د نه خپرولو تړون (NPT) لاسلیک کړی، او نه هم کوم بل نړیوال تړون ته ژمن دي.”
خواجه آصف وویل:
“لویدیځ باید د هغو شخړو په اړه اندېښنه ولري چې اسراییل یې رامنځته کوي، دا شخړې به ټوله سیمه او له هغې هم وړاندې وسوزوي، نو د اسراییلو په څېر د یو سرغړونکي رژیم ملاتړ به ډېرې ناوریني پایلې ولري.”
نوموړي د پاکستان پارلمان ته په ښکاره غونډه کې د صهیونستي رژیم وروستی برید پر ایران وغنده او څرګنده یې کړه چې پاکستان د ایران اسلامي جمهوریت ترڅنګ ولاړ دی او په نړیوالو غونډو کې به له هغوی سره همکاري ته دوام ورکړي. هغه دا هم وویل چې د اسراییلو پر وړاندې د اسلامي نړۍ یووالي ته اړتیا ده، او زیاته یې کړه چې پاکستان به د ایران له ګټو دفاع وکړي.
د پاکستان د سنا او ملي اسمبلۍ استازو په جلا-جلا ډول پرېکړه لیکونه تصویب کړل، چې پکې د ایران اسلامي جمهوریت پر وړاندې د صهیونستي رژیم جنایتونه وغندل شول او د ایران د ولس او حکومت سره یې خپله همدردي او ملاتړ اعلان کړ.
د پاکستان د دفاع وزیر له ټولو اسلامي هېوادونو وغوښتل چې د اسراییلو سره دیپلوماتیکې اړیکې پرې کړي، په ځانګړي ډول د هغو بریدونو له امله چې د اسراییلو له لوري پر ایران د پوځ، اتومي او ملکي تاسیساتو شوي، او باید د اسراییلو پر وړاندې ګډ نړیوال دریځ غوره کړي. هغه خبرداری ورکړ، که اسلامي هېوادونه په ګډه عمل و نه کړي، نو دا به اسراییل نور هم بریدونو ته وهڅوي.
د شنبې په ورځ، خواجه آصف د ملي اسمبلۍ په غونډه کې وویل چې اسراییل “یوازې عمل نه دی کړی” بلکه دوی ته “استخباراتي، پوځي پټ ملاتړ او نور لازم امکانات ورکړل شوي دي.” هغه زیاته کړه چې اسلامي نړۍ لا هم “نظامي لحاظه کمزورې ده” او ګډ غبرګون ته اړتیا لري.
هغه وویل:
“لکه څنګه چې اسراییل اوس مهال یمن، ایران او فلسطین په نښه کوي، که اسلامي نړۍ نن یو موټی نشي او هر هېواد خپل شخصي ګټې او اجنډا ته لومړیتوب ورکړي، نو بیا به د هر چا وار راشي.”
آصف د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) څخه وغوښتل چې غونډه دې راوبلي او د اسراییلو د مخنیوي لپاره دې تګلاره جوړه کړي. هغه وویل:
“هر ځای چې د اسراییلو سره د اسلامي هېوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې شته، باید پرې شي.”
نوموړي زیاته کړه:
“موږ د ایران تر شا ولاړ یو او د هغوی د ګټو د خوندي کولو لپاره به په هر نړیوال فورم کې ملاتړ کوو.”
د جمعې په سهار، د اسراییلو جټ الوتکو پر ایران پوځي او اتومي اهداف بمبار کړل او څو لوړپوړي پوځي قوماندانان او اتومي ساینسپوهان یې ووژل. په غبرګون کې، ایران پر اسراییلي ښارونو، په ځانګړي ډول تل ابیب، څو بالیستیک توغندي وویشتل.
امریکا له بریدونو څخه خپل لاس پري وښود، خو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییلو دغه یرغل وستایه. له دې وروسته، ایران له واشنګټن سره د اتومي خبرو اترو بهیر وځنډاوه.


