ویب ډیسک
ملګرو ملتونو د نړیوالو ټولنو، مرستندویو بنسټونو او شتمنو هېوادونو نه غوښتي چې د افغانستان د ښځو او ماشومانو ترمنځ د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره بېړني او جدي اقدامات وکړي.
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP)، د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف)، د خوړو او کرنې سازمان (FAO)، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO)، او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) پرون یکشنبه د ۲۰۲۵ کال د جون ۱۵مه، په یوې ګډې اعلامیه کې دا غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د نوې ارزونې له مخې، نژدې څلور میلیونه ماشومان په افغانستان کې له خوارځواکۍ سره مخامخ دي، چې تر نیمایي زیات، یعنې شاوخوا ۲ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ کړیږي چې دا یو ډول ناروغې ده که ژر درملنه یې ونشي، ژوند ته جدي ګواښ جوړیداي شي.
دغه راپور زیاتوي چې افغانستان د نړۍ له هغو ۱۵ هېوادونو څخه دی چې ښځې او ماشومان پهکې تر ټولو زیات له خوارځواکۍ، د خوړو له نشتوالي، او ناوریني وضعیت سره مخ دي.
کارپوهان وايي، په افغانستان کې د کار د فرصتونو کموالی، د ښځو پر کار او زدهکړو بندیزونه، او د کورنیو د اقتصادي توان کمښت، د خوارځواکۍ حالت لا پسې خراب کړی دی.
ملګري ملتونه ټینګار کوي چې که چیرې نړیوال مرستندوی بنسټونه او شتمن هېوادونه سمدستي اقدام ونه کړي، نو زرګونه ماشومان به د خوارځواکۍ له امله ژوند له لاسه ورکړي، او یو بشري ناورین به رامنځته شي.


