دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمتقي عراقچي سره د ايران او اسرایيل ترمنځ د وروستيو تحولاتو په...

متقي عراقچي سره د ايران او اسرایيل ترمنځ د وروستيو تحولاتو په اړه خبرې کړې دي

ویب ډیسک

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، د ايران د بهرنيو چارو له وزير عباس عراقچي سره په ټلېفوني اړیکه کې د ايران او اسرایيل ترمنځ د وروستيو تحولاتو په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلي متقي د ایران له خلکو سره د اسلامي امارت د پیوستون اعلان وکړ او د اسرایيل هوايي بريدونه يې په کلکه وغندل او دا يې د نړۍوالو قوانينو ښکاره سرغړونه او د ايران پر ملي واکمنۍ تېری وباله.

د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې ښاغلي متقي، د افغانستان له لارې، سعودي عربستان کې د پاتې ايراني حاجيانو د خوندي لېږد لپاره د اسلامي امارت د همکارۍ پر چمتووالي ټينګار کړی دی.

په همدې حال کې، عباس عراقچي د اسلامي امارت له لوري د «صهیوني رژیم» د بریدونو له غندنې مننه کړې او د ايراني حاجيانو د لېږد لپاره یې د کابل د چمتووالي له اعلانه هرکلی کړی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه