ویب ډیسک
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وایي چې له امریکا سره د خبرو اترو په بل پړاو کې د ګډون په اړه د تهران پرېکړه لا هم نه ده روښانه.
نوموړي دا څرګندونې د اسلامي جمهوري ایران له خوا د عمان په پلازمېنه مسقط کې له امریکا سره د خبرو اترو په شپږم پړاو کې د ګډون په اړه د ایرآیبي تلویزیون ته وکړې.
بقایي وویل: دا تصور نهشي کېدای چې د اسراییلي رژیم له لوري دا ډول جګړهییز اقدامات د امریکا د همغږۍ یا قصدي تائید پرته ترسره شوي وي.
هغه زیاته کړه، مقابل لوري داسې چلند وکړ چې خبرې اترې یې بې مانا کړې.
نوموړي وویل: موږ د اسراییلي رژیم د دې بېپروا او غیرقانوني عمل مسؤلیت د امریکا پر حکومت اچوو.
له دې وړاندې، د جون پر ۱۰مه، بقایي ویلي و چې د اسلامي جمهوریت او امریکا ترمنځ د خبرو اترو نوی پړاو به د جون پر ۱۵مه د عمان په منځګړتوب ترسره شي.
تر دې دمه، ایران او امریکا پنځه پړاوه خبرې اترې کړې دي، چې درې یې په مسقط او دوه په روم کې د عماني د بهرنیو چارو وزیر سید بدر البوسعيدي په منځګړتوب ترسره شوي دي.


