ویب ډیسک
په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او رالېږلو په دوام، پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د اپریل میاشتې له لومړۍ نېټې تر اوسه شاوخوا ۲۰۰ زره افغان کډوال ایستل شوي دي.
د راپورونو له مخې چې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو دویم پړاو دوې میاشتې مخې پیل شو، چې یوازې په اپریل میاشت کې شاوخوا ۱۳۵ زره افغانان راایستل شوي دي.
ویل کېږي چې له اپریل وروسته په مې میاشت کې بیا شاوخوا ۶۷ زره او د جون میاشتې په لومړیو دوو ورځو کې له ۳ زرو ډېر افغانان را اړول شوي دي.
تر دې مخکې د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي وو چې د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې له ایرانه د افغانانو را ایستل د تېرې میاشتې په پرتله زیات شوي، او په هغې میاشت کې ۱۱ زره ۲۰۱ کورنۍ په جبري توګه له یاد هېواده را ایستل شوې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې په تېره اپریل میاشت کې له ایران څخه ۶ زره ۸۷۹ کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې، خو دا یې نه دي ویلي چې په دغو کورنیو کې څو په جبري او څو په خپله خوښه راستنې شوې دي.
له تېرو څو کلونو راهیسې د ایران او پاکستان په ګډون له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو د افغانانو جبري راایستل په کمسارې توګه زیات شوي چې د معلوماتو له مخې تر دې دمه میلیونونه هېوادوال راستانه شوي دي.


