ویب ډیسک
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند «لین جیان» د کابل او اسلاماباد ترمنځ د سفیرانو ټاکنه مثبت ګام بللی او ویلي یې دي چې دغه اقدام د سیمې پر ثبات او امنیت مثبت اغېز کولای شي.
لین جیان ویلي چې د افغانستان او پاکستان له لوري د یو بل د سفیرانو ټاکنه د دغو دواړو هېوادونو همکاري زیاتوالی شي.
نوموړي همداراز د هغه ‘رول لوبولو’ په برخه کې د چین د چمتووالي خبره هم کړې چې د کابل او اسلاماباد د اړیکو د پياوړتیا او پراختیا لامل کېږي.
څو ورځې مخې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال، اسحاق ډار ویلي وو چې کابل ته یې وروستی سفر ګټور و او له افغانستان سره یې اړیکې مثبت لور ته روانې دي.
هغه همداراز ویلي وو چې تر دې وروسته کابل کې د پاکستان د سفارت د چارسمبالي موقف د سفیر کچې ته لوړوي.
د ویلو ده چې چین تر دې مخکې هم له اسلامي امارت سره د ډيپلوماتیکو اړیکو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی و. دغه هېواد له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې له اسلامي امارت سره نږدې اړیکې پالي.


