دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهټرمپ د یوه فرمان په لاسلیک سره د افغانستان په ګډون د...

ټرمپ د یوه فرمان په لاسلیک سره د افغانستان په ګډون د نړۍ له ۱۲ هېوادونو امریکا ته سفر منع کړ.

ویب ډیسک

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه فرمان په لاسلیک سره د افغانستان په ګډون د نړۍ له ۱۲ هېوادونو امریکا ته سفر منع کړ.

 

د فرمان له مخې دا بندیز د بهرنیو ترهګرو او امنیتي ګواښونو د مخنیوي په موخه وضع شوی دی.

 

د راپور له مخې ولسمشر ټرمپ وايي، اجازه نه ورکوي، چې څوک امریکا ته ورشي او دوی ته زیان ورسوي.

 

هغه ټینګار کړی چې دا نوملړ د بدلون وړ دی او احتمال شته چې نور هېوادونه هم ور اضافه کړي.

 

په بندیزونو کې افغانستان، میانمار، چاد، کانګو، استوایي ګینه، اریتریا، هایتي، ایران، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن هېوادونه شامل دي.

 

د ولسمشر ټرمپ ادارې له دې وړاندې دغه هېواد ته د افغانانو د قانوني کډوالۍ بهیرونه هم په ټپه درولي او خبرداری یې ورکړی، چې امریکا په موقت خوندیتوب پروګرام کې داخل شوي افغانان هم وباسي.

 

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د پاکستان په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو ته ویل شوي وو، چې که ځینې امنیتي اندېښنې ځواب او حل نه کړي، دا هېوادونه به هم د محدودیت له لیست وایستل شي او بندیز به پرې ولګوي.

 

# #US #12Countries #Afghanistan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه