دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبلوچستان کې د کیچ والسوالۍ مرستیال کمشنر تښتول شوی

بلوچستان کې د کیچ والسوالۍ مرستیال کمشنر تښتول شوی

راپور : محب خان

د بلوچستان کيچ ولسوالۍ مرستیال کمشنر محمد حنیف نورزی نامعلومو وسله والو لخوا تښتول شوی

 

د ډپټي مرستيال کيچ بشير احمد بړیچ په خبره د تمپ مرستیال کمشنر محمد حنیف نورزی نن سهار د وسله والو کسانو لخوا هغه مهال وتښتول شو کله چې هغه له تربت څخه کوټې ته له خپل کورني غړو سره روان و.

 

د معلوماتو له مخې، هغه په د بلوچستان په تمپ سرینکان سيمه کې د نامعلومو وسله والو کسانو لخوا ودرول شو ، وسله والو ډپټي مرستيال مېرمن او د هغه شخصي ګارډ او ډریور پر سړک پرېښودل او مرستیال کمشنر محمد حنیف نورزی يې له ځان سره يوړ

يادونې وړ ده د مې په ۳۱ نیټه د بلوچستان سوراب ولسوالۍ ډپټي مرستيال د وسله والو لخوا په بري کې ووژل شو

د هغه بريد مسووليت بلوڅ ازادۍ غوښتونکې ډلې بي ايل اي منلې و

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه