دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغان حکومت امیر اختریز پیغام: د نظام پر پښو درولو کې برابره...

افغان حکومت امیر اختریز پیغام: د نظام پر پښو درولو کې برابره ونډه واخلي

ویب ډیسک

د طالبانو مشر ملا هبت الله، د لوی اختر پیغام کې د طالبانو نظام ته د متوجه ګواښ، له قومي مشرانو د نظام په ګټه کار اخیستلو او د طالبانو ترمنځ په چارو کې د نه مداخلې په اړه ټینګار شوی.

 

ملا هبت الله وايي، که د طالباني نظام ساتنه او هر نړیوال متوجه ګواښ پر وړاندې درېدل غواړو، نو په اوسنۍ زمانه کې دا په ښه اقتصاد، سوداګرۍ او صنعت پورې تړلي دي.

 

نوموړي له ټولو افغان سوداګرو غوښتنه کړې، چې د طالبانو د نظام پر پښو درولو کې برابره ونډه واخلي او له طالبانو یې غوښتي، چې سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

 

څو ورځې وړاندې د جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح ټینګار وکړ، چې که امریکا پر طالبانو د افغانیو او پاسپورټ چاپ پیسې او نغدي مرستې بندې کړي، نظام به یې ډېر ژر وپاشل شي.

 

د اختر په مناسبت پیغام کې د طالبانو ټولو امنیتي او ملکي ارګانونو ته هم امر شوی، چې د یو بل په چارو کې مداخله ونه کړي، ځکه دا د ګډوډۍ، بې باورۍ او طالباني نظام ته په خطر او ګواښ تمامېدلای شي.

 

همداراز ملا هبت الله په پیغام کې ویلي، چې د هېواد مشران او مخور باید د طالبانو د نظام په ګټه خپل دریځ ولري او په خبلو تحلیلونو، څېړنو، ویناوو او توصیو کې د طالبانو په اړه د خلکو ښه ذهنیت سازي وکړي.

 

ملا هبت الله داسې مهال د طالبانو د نظام په ګټه د افغان قومي مشرانو او مخورو مرسته او له دوی ګټه اخیستلو باندې ټینګار کړی، چې د معلوماتو له مخې طالبانو د قومي مخورو او مشرانو پر هر ائیتلاف بندیز لګولی دی.

 

د طالبانو د مشر ملا هبت الله په اختریز پیغام کې دا ځل هېڅ د نجونو زده کړو د برخلیک، نړیوالو سره د اړیکو او په نړیوال نظم کې د افغانستان د ادغام په اړه څه نه دي ویل شوي.

 

بل خوا په دې اختریز پیغام کې یو ځل بیا طالبانو د فلسطین له خلکو او حما.س ډلې خپل ملاتړ اعلان کړی او په غزه کې یې د اسراییل له خوا د فلسطینیانو وژل غندلي او هغه یې ظلم ګڼلی دی.

 

# #Afghanistan #MulaHaibatullah #Kandahar #EidalAdha

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه