یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍازبکستان او امریکا د افغانستان سولې او ترهګرۍ ضد مبارزه کې پر...

ازبکستان او امریکا د افغانستان سولې او ترهګرۍ ضد مبارزه کې پر همکارۍ غږېدلي دي

ویب ډیسک

ازبکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد چارواکي له امریکايي استازو سره د افغانستان سولې او ترهګرۍ ضد مبارزه کې پر همکارۍ غږېدلي دي.

 

دا لیدنه د افغانستان لپاره د ازبکستان د ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشف او د امریکا بهرنیو چارو وزارت د مرکزي آسیا څانګې د افغانستان چارو مرستیالې، ماري بیشاپینګ سره شوې ده.

 

د “کاسپين پوسټ” د راپور له مخې چې د ازبکستاني رسنيو له قوله یې خپور کړی، په دغه ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان د وضعيت د سولې له لارې د حل لپاره د دوامدارو خبرو اترو پر اهميت ټينګار کړی.

 

ورته مهال په دې کتنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د ترهګرۍ او افراطیت پر ضد د مبارزې په برخه کې د همکاریو پر پراخولو هم خبرې کړې دي.

 

ازبکستان او امریکا داسې مهال له افغانستان د ترهګرۍ ګواښ او دغلته د افراطیت پر ضد مبارزې په اړه خبرې کوي، چې څو ورځې وړاندې د روسیې دفاع وزیر د طالبانو کنټرول لاندې افغانستان کې له ۲۰ زیاتو وسله والو ډلو د موجودیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.

 

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت تراوسه د امریکايي او ازبکستاني استازو د دغې لیدنې په اړه چې د افغانستان سولې او ترهګرۍ ضد مبارزه کې یې ژمنې تازه کړي، څه نه دي ویلي.

 

# #US #Uzbekistan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه