یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد ایران په سرباز سرحدي سیمه کې د پاکستان د بهاولپور دوه...

د ایران په سرباز سرحدي سیمه کې د پاکستان د بهاولپور دوه اوسېدونکي وژل شوي دي

ویب ډیسک

د ایران په سرباز سرحدي سیمه کې د پاکستان د بهاولپور دوه اوسېدونکي وژل شوي دي.

 

پاکستاني رسنۍ وايي، دواړو د سلمانۍ کار کاوه چې له وژل کېدو مخکې یې وسله والو له کورنۍ پیسې غوښتې وې.

 

دا په تېرو دوو میاشتو کې ۱۰ پاکستاني کاریګر دي، چې په ایران کې د بېلابېلو دلایلو له امله وژل کېږي.

 

د وژل شویو کسانو د کورنیو غړو د پاکستان له حکومت غوښتي، چې د خپلوانو جسدونه یې ورته راوړي.

 

ایران کې د پاکستاني کاریګرو وژل کېدل داسې مهال زیات شوي، چې تېره اوونۍ د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف دغلته یو ورځنی سفر هم وکړ.

 

# #Pakistan #Iran

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه