ویب ډیسک
د هند صدراعظم نریندرا مودي، چې تېر کال یې د G20 سرمشریزې کوربتوب وکړ او پخوا یې د G7 غونډو کې هم د ځانګړي مېلمه په توګه ګډون کړی، سږکال د جون په نیمایي کې د کاناډا په کوربتوب جوړېدونکې G7 سرمشریزې ته نه دی بلل شوی. دا خبر د “انډیا ټوډې” ورځپاڼې لخوا خپور شوی او له مخې یې تر اوسه پورې مودي ته رسمي بلنه نه ده استول شوې.
د G7 اتحادیه یو غیر رسمي اتحاد دی چې د نړۍ صنعتي او اقتصادي لحاظه پرمختللي هېوادونه لکه امریکا، کاناډا، بریتانیا، جرمني، فرانس، ایټالیا او جاپان پکې شامل دي. دغه غونډې عموماً د نړیوال اقتصاد، سیاست، اقلیم او شخړو په اړه د نظر تبادلې لپاره ترسره کېږي. اروپايي اتحادیه، ملګري ملتونه، نړیوال بانک او نړیوال وجهي صندوق هم په دغو غونډو کې برخه اخلي.
د راپورونو له مخې، کاناډا سږکال جنوبي افریقا، اوکراین او اسټرالیا ته بلنه ورکړې، خو د هند ګډون لا هم څرګند نه دی. ویل شوي چې نه یوازې بلنه نه ده ورکړل شوې، بلکې د هند له اړخه هم په دې برخه کې کومه ځانګړې لېوالتیا نه ده ښودل شوې.


