دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامنيت شورا به د روانې جون میاشتې په پای کې د افغانستان...

امنيت شورا به د روانې جون میاشتې په پای کې د افغانستان په اړه غونډه راوبولي.

ویب ډیسک

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه راپور کې ویلي چې دا شورا به د روانې جون میاشتې په پای کې د افغانستان په اړه غونډه راوبولي.

 

غونډه کې به د یوناما مشره، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یو چارواکی او د افغان مدني ټولنې یو استازی د هېواد د وضعیت په اړه راپورونه وړاندې کړي.

 

راپور کې راغلي، چې امنیت شورا غړي کولای شي د طالبانو کړنو پر وړاندې د شورا د احتمالي اقداماتو او د ملګرو ملتونو د سیاسي لارنقشې په اړه درې اړخیزه غونډه جوړه کړي.

 

تمه ده چې په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د سیاسي لارنقشې په اړه هم بحث وشي؛ دا طرحه چې د طالبانو د ډیپلوماتیک رسمیت پېژندلو یو اړخ هم لري، له جدي نیوکو سره مخ ده.

 

راپور وايي، که څه هم دایمي غړي پر دې چې افغانستان باید باثباته، سوله ییز، له ترهګرۍ پاک او د ټولګډونه حکومت لرونکی وي، موافق دي، خو د دې موخې د ترلاسه کولو پر څرنګوالي اختلاف لري.

 

تېره میاشت د انالیا بهیر په څلورمه ناسته کې هم د افغان مدني ټولنو استازو د ملګرو ملتونو پر موازییک طرحې نیوکه وکړه چې له طالبانو یې شوې غوښتنې تعریف شوې نه دي.

 

د انتالیا بهیر ګډونوالو د افغانستان سیاسي لارنقشې په اړه د ملګرو ملتونو طرحه نیمګړې بللې ده.

 

که څه هم طالبانو ادعا کړې، چې د سیمې له هېوادونو سره اړیکې او بهرنی مشروعیت لري، خو سربېره پر دې چې دا هېوادونه ورسره رسمي اړیکې نه تاییدوي، نړیوال ټولنه پر کورني مشروعیت ټینګار کوي.

 

# #Afghanistan #UN #UNAMA @UN

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه