ویب ډیسک
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د دغه هېواد کورنیو چارو وزیر، محسن نقوي یو ځل بیا امر کړی چې د ناقانونه کډوالو ایستلو عملیات چټک شي.
د راپور له مخې هغه دا ټینګار د پاکستان ترهګرۍ ضد کمېټې په درېیمه امنیتي ناسته کې کړی دی.
نقوي د پاکستان د وګړو د ثبت او پېژندنې ملي ادارې یا NADRA ته لارښوونه کړې، چې د کډوالو د اخراج مرکزونو کې د معلوماتو د ثبت اسانتیاوې جوړې کړي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د عملیاتو د چټکتیا په دې خبرداري کې مشخصاً د افغان کډوالو په اړه څه نشته، خو پاکستان هره ورځ د ناقانونه کډوالو ایستلو پروګرام کې سلګونه افغانان وباسي.
که څه هم د افغان کډوالو د اخراج لړۍ روانه ده، خو د تازه چټکتیا خبرداري څو ورځې وړاندې ۱۵ نړیوالو سازمانونو په ګډه اعلامیه کې له پاکستان د لوړ ګواښ سره مخ افغانانو د نه ایستلو غوښتنه وکړه.
وروستیو کې طالبانو او پاکستان له یو بل سره د دوه اړخیزو تعاملاتو پراخولو په موخه د کابل او اسلام آباد سفرونه پیل کړي، خو تراوسه د ورکړل شوي ډاډ سربېره، افغانان په جبر او زور زیاتي له پاکستان ایستل کېږي.
# #Afghanistan #Pakistan #AfghanRefugees


