ویب ډیسک
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د مغربي بایپاس په سیمه کې د یوه موټر ترڅنګ چاودنه شوې چې له امله یې یو تن وژل شوی او بل ټپي شوی دی.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، چاودنه کې دوه تنه ټپیان شوي وو چې یو تن یې وروسته له ټپونو څخه روغتون کې ساه ورکړه.
د بم شنډوونې ډله او امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي، سیمه یې کلابنده کړې او د چاودنې د نوعیت د معلومولو هڅې روانې دي.
یاده دې وي چې دا پېښه یوه ورځ وروسته له هغې رامنځته شوې چې د کوټې په نږدې سیمه، کلی منګلۍ کې هم چاودنه شوې وه چې پکې یو قومي مشر عبدالسلام بازۍ له خپل ورور سره وژل شوی او شپږ تنه نور ټپیان شوي وو.
#کوټه #چاودنه #امنیتي_حالات #بلوچستان


