ویب ډیسک
هند بهرنیو چارو وزارت وایي، هېواد یې د افغان وګړو لپاره د بېړنیو ویزو د ورکړې بهیر لغوه کړی او پرځای یې یو نوی سیسټم جوړ کړی دی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دغه هېواد د افغانانو لپاره د وېزې بیړنی بریښنایي سیسټم لغوه کړی او پر ځای یې یو نوی چوکاټ رامنځته کړی دی.
د دغه وزارت ویاند تایید کړې چې نوی سیسټم د روان کال د اپریل پر ۲۹مه فعال شوی او اوس د وېزې خدمتونه په څو مشخصو برخو لکه د ناروغانو درملنې، سوداګرۍ، زده کړو او د ملګرو ملتونو ډیپلوماټیکو وېزو ته ځانګړي شوي دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، رنډهېر جیساوال ویلي: «موږ اوس د افغانانو لپاره د وېزې یو نوی سیسټم لرو. دا سیسټم زما په اند له تېرو میاشتې راهیسې فعال شوی دی. زموږ پخوانی پروګرام چې د «بیړنۍ متفرقه بريښنایي وېزې» په نوم یادېده، لغوه شوی او اوس د افغانانو لپاره یو نوی سیسټم فعال شوی چې د اپریل له ۲۹مې، یعنې له تېرې میاشتې راهیسې عملي شوی دی.
اوس د افغانستان ټول وګړي کولای شي د شپږ ډوله وېزو غوښتنه وکړي چې طبي وېزه، د ناروغ د ملګري وېزه، سوداګریز وېزه، د داخلېدو وېزه، د زده کړو وېزه او د ملګرو ملتونو ډیپلوماټیکه ویزه پکې راځي.»
کارپوهان پر دې باور دي چې د هند دا اقدام د هغو هڅو یوه برخه ده چې په افغانستان کې له سیاسي بدلونونو وروسته، د افغانانو تګ راتګ په ښه ډول تنظیم کړي.
تر دې وړاندې هند د ۲۰۲۱زېږدیز کال په اګسټ کې د مخکیني دولت د سقوط او د افغانانو د کډوالۍ د څپې د زور اخیستو په غبرګون کې، د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره په لنډمهالي توګه د بېړنیو وېزو سیسټم معرفي کړی و.
پخوانی ډيپلوماټ، عزیز معارج بیا وايي: «دا چې د هند چارواکو، چې د یوه دوست هېواد په توګه پېژندل کېږي، یو ځل بیا د وېزو ورکولو لړۍ پیل کړه، یو ډېر ښه اقدام دی. دا کار به د دواړو هېوادونو پر ټولنیزو اړیکو ډېر مثبت اغېز ولري. افغانستان ته هم پکار ده چې د هند تبعهوو ته ویزې ورکړي څو تګ راتګ وشي.»
د اقتصاد وزارت هم د هند وېزو د اخیستو په برخه کې د اسانتیاوو پر برابرېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دا چاره به له نوي ډیلي سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لامل شي.
د اقتصاد وزارت مسلکي معین، عبداللطیف نظري هم په دغه برخه کې داسې وايي: «د هند له لوري افغانانو، په ځانګړي ډول افغان سوداګرو ته د وېزو د ورکړې له سره پیلول یو رغنده ګام ګڼل کېدای شي، او دا به د سیاسي، اقتصادي او تجارتي اړیکو په پراخېدو کې اغېزناک ثابت شي.»
دا په داسې حال کې ده چې هند د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو وروسته، افغانانو ته د وېزو ورکول درولي وو


