دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهروسيه له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا لپاره کابل ته پلاوی...

روسيه له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا لپاره کابل ته پلاوی استولی

ویب ډیسک

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګی شویګو، د پنجشنبې په ورځ وویل چې د دې شورا یوه پلاوی په وروستیو کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په امر کابل ته سفر کړی و، څو له طالبانو سره د دوه اړخیزو اړیکو او له افغانستان سره د سوداګریزو تبادلو په اړه خبرې وکړي.

 

د انترفاکس خبري آژانس د راپور له مخې، شویګو دا خبرې د مسکو د امنیتي چارو د جګپوړو استازو د دیارلسمې نړیوالې ناستې په پای کې په یوه خبري غونډه کې وکړې.

 

ده وویل: «په دې وروستیو کې، د ولسمشر په امر د امنیت شورا یوه پلاوي افغانستان ته سفر وکړ، څو له افغان لوري سره د راتلونکو اړیکو د پرمختګ لپاره د راتلونکو ګامونو په اړه خبرې وکړي.»

 

شویګو زیاته کړه چې روسي پلاوي له طالب چارواکو سره د «ترانسپورتي دهلیزونو، د کانونو د ګډې سپړنې، سوداګرۍ پراخولو او کرنې» په اړه خبرې کړې دي.

 

د روسیې د ملي دفاع د مدیریت مرکز د جوزا له ۶مې تر ۸مې پورې د سیمې د امنیتي مسایلو په اړه یوه ناسته وکړه چې پکې د طالبانو یوه پلاوي هم په لومړی ځل ګډون کړی و.

 

په وروستیو کې روسیې ته د ېالبانو د وزیرانو په مشرۍ ګڼ پلاوي تللي دي.

 

روسیې هم د ترانس افغان پروژې په شمول د افغانستان په یو شمېر مهمو پروژو کې برخې اخیستو ته لېوالتیا ښوولې ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه