دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهقازقستان د افغانستان دوامداره پرمختګ او ثبات په د یوناما له مشرې...

قازقستان د افغانستان دوامداره پرمختګ او ثبات په د یوناما له مشرې روزا اوتونبایوا سره غږېدلي دي.

ویب ډیسک

د قزاقستان بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د افغانستان دوامداره پرمختګ او ثبات په د یوناما له مشرې روزا اوتونبایوا سره غږېدلي دي.

 

ناسته کې د یوناما له مشرې سربېره، د قزاقستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال، اکان رحمت الین او د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمنونو ضد ادارې سیمه ییز استازي، الیور ستولپ ګډون درلود.

 

د خبرپاڼې له مخې، د دغې ناستې ګډونوالو د قزاقستان، یوناما او UNODC ترمنځ د هکاریو په اړه خبرې کړې دي، څو د هېواد روغتیا، پوهنې او کاري فرصتونو له لارې د هېواد د ثبات ملاتړ وشي.

 

د هېواد ثبات او دوامداره پرمختګ په اړه د همکارۍ زیاتولو په اړه داسې مهال خبرې شوې دي، چې د امریکا بهرنیو مرستو بندېدو کېدو سره هېواد کې سلګونه روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.

 

د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، ناسته کې په الماتا کې د مرکزي آسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د دوامداره پراختیایي موخو سیمه ییز مرکز پرانیستلو په اړه هم خبرې شوې دي.

 

طالبانو تراوسه د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت او د ملګرو ملتونو د سرمنشي د استازې ترمنځ پر افغانستان د غږېدو ناستې په اړه څه نه دي ویلي.

# #UNAMA #UN #Afghanistan #Kazakhstan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه