سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine

لویه ادې

 

لیکنه : نثار احمد صمد واصفي

لویه ادې د افغانستان په تاریخ کی یوه پتمنه او غیرتمنه میرمن وه ، چی د اتلسمی پیړۍ په پای او د نولسمی پیړۍ په پیل کی یې ژوند کاوه . دا د سردار پاینده محمد خان میرمن او د وزیر فتح خان مور وه .
دا میرمن د پښتون جنرال « وزیر فتح خان » ، چی د محمد زو د کورنۍ مؤسس دی ، مور وه چی افغان ملت ته یې یو داسی له غیرت او پښتني احساساتو څخه ډک زوی وړاندی کړی دی چی د توریالیتوب په اثر هر پښتون ته ورتیر او سترګي یې په پورته دي .
لویه ادې په هوښیارۍ او دلاورۍ کی تر خپل میړه پاینده محمد خان کمه نه وه . دې اصلأ د ګرشک او نادعلي په یوې شتمني کورنۍ پوری اړه درلوده . د نادعلی کلا د لښکرګاه لویدیځ ته یو پیژندل سوی ځای دی . د دې ځای نړېدلې کلا د « ادې کلا » نومیږی . د ګرشک و جنوب ته په پنځلس کیلومترۍ کی مالګیر واقع دی چی هلته هم د « ادې باغ » سته چی نړیدلي دیوالونه یې تر اوسه هم پاته دي .
لویې ادې خپل درې زامن لرل چی فتح علی خان ( وزیر فتح خان ) ، تیمورقلي خان او محمد عظیم خان وو . متباقي ۱۸ یې بنزیان وو .
لویی ادې علاوه پر هغه چی خپل زوی فتح خان ته یې په خپلو پاکو شیدو کی د پښتونوالي او وطن دوستۍ درس ورکاوه ، پخپله یې هم د یوه ملی قاید په څیر فکر درلود او خدمتونه یې کول .
همدا علت و ، لکه اعلیحضرت احمد شاه بابا چی د « بابا » او زرغونې انا د « انا » لقب ګټلی و ، دې میرمنی هم د پښتنو په زړو کی ځای نیولی او ټول ملت د موروالي په حق ورته قایل سوي او دا یې « لویه ادې » وبلله .
خلک وایی : کوم وخت چی وزیرفتح خان فراره و ، نو یو وخت په پټه کابل ته راغی او یو نانوای ته ودرېد ، دې ډوډۍ والا چی به دوې ډوډۍ له تناره څخه راوایستلې پر درېیمه به یې ویل چی دا یې د ادې !
وزیرفتح خان پوښتنه ځنی وکړه چی :« ادې څوک ده ؟ »
هغه وویل :« ادې یعنی لویه ادې ، چی د وزیرفتح خان مور ده . »
مقصد دا دی چی لویی ادې د ملت په زړونو کی دومره نژدې والی او قربت میندلی و ، چی نانوای هم درېیمه ډوډۍ د هغې په نامه ورکوله .
په هر صورت ، د وزیرفتح خان پلار ( سردار پاینده خان ) د شاه زمان له خوا په ۱۷۹۸ کی ووژل سو چی دا مهال فتح خان ۲۱ کلن و . دئ په خپلو ۲۱ وروڼو کی تر ټولو مشر و .
هغه مهال چی خلکو د سدوزي شهزاده ګانو تر منځ د جنګ د پایلو په هکله خبر نه درلود ، نو دغه غیرتمني ښځي خپله بوغره ( برقع ) واغوستل او توره یې تر ملا وتړل ، پر آس سپره سوه ، د ښار پر زندان یې برید وکړ او د شاه زمان اته کلن زوی ( قیصر ) یې له زندانه آزاد کړ ، بیرته یې د حکومت پر یوې چوکۍ کښېناوه . په دې توګه نوموړي پتمني ښځي د شاه زمان سره خپل ملاتړ وښود . د قیصر د آزادولو خبر یې د جارچي پواسطه د خلکو تر غوږونو ورساوه .
دې غیرتي میرمنی همدارنګه د جنګ د پایلي تر معلومیدو پوری د ښار امنیت ته پاملرنه وکړه چی په غلا او چپاول لاس پوری نسي . یو ځل دې ته خبر ورسیدی چی د دې زوم مرتضی خان غواړي چی په ښار کی تجارتخانې او دکانونه چور کړي . لويي ادې هغه د دې کار څخه منع کړ او اخطار یې ورکړ چی که دا کار وکړي نو سر به یې پرې کړي . هغه د دې خبري ته غوږ ونه نیوی او په چور یې لاس پوری کړ . لویې ادې هم حمله پر وکړه او په توره یې داسي وواهه چی له مځکي راپورته کیدای نسو . وروسته یې زندان ته واچاوه . په پای کی یې د یوه روحاني سړي عبدالستار په شفاعت هغه وبخښی او د زندان څخه يې راوایست .
څو ورځی وروسته شاه زمان د خپل لښکر سره د کندهار ښار ته ننوت . خو کله چی یې د همایون په جنګ کی خپل وړوکی زخمي سوی زوی ( قیصر ) ژوندی ولیدی ، نو ډیر خوشحاله سو . د لویی ادې څخه یې مننه وکړه او هغې ته یې درناوئ وکړ .
د پاینده خان تر وژل کیدو وروسته یې زوی فتح خان د خپلو اکا زامنو او نورو ملګرو سره له کندهاره ګرشک ته وتښتېد . دغه وژنې د بارکزو سیاسي فعالیتونه سره منسجم او پیاوړي کړل او وزیرفتح خان ته یې د افغانستان په سیاسي مقدراتو کی د لاس لرلو پراخه زمینه برابره کړه . د ده د تدبیر او زړه ورتیا له برکته شاه محمود د پاچهۍ تخت ته ورسیدی ( ۱۸۰۰ میلادي ) . خو د شاه محمود د زوی شهزاده کامران په لاس ( په ۱۲۳۳ هجري کی ) په هرات کی نوموړئ مدبر وزیر په سترګو ړوند کړای سو . دې کار د وزیرفتح خان شل وروڼه دونه وخښمول چی خپلی قبیلې ته یې د پاچهۍ له لیږلو پرته په بل هیڅ راز جبران غاړه نه ایستله .
کله چی کامران په هرات کی د ایران د پاچا په لمسون وزیر فتح خان په سترګو ړوند کړ ( ۱۸۱۸ میلادي ) ، نو د ړانده وزیرفتح خان وروڼه د انتقام په لټه کی سول . شهزاده کامران هم ډیر ژر د وزیرفتح خان د وروڼو د نیولو په لټه کی سو او خلک یې د هغوی په نیولو پسی ولیږل . خو هغوی فراره سول او یوازی پُردل خان یې ونیوی او بندي یې کړ چی ناروغ و . نور وروڼه په نادعلي کی د فتح خان مور ( لویی ادې ) ته ورغلل او هلته یې د محمود او کامران پر ضد د اقداماتو ترتیبات ونیول . له دې څخه معلومیږی چی لویی ادې څومره سیاسی بصیرت او لیاقت درلود .
لویی ادې خپلو زامنو او بنزیانو ته د محمود او کامران پر ضد لازمی لارښوونی وکړې او هغوی یې د سدوزو څخه بارکزو ته د سیاسي واک د انتقال له پاره وهڅول څو چی باالاخره د سدوزیانو څخه بارکزیانو ته د سلطنت انتقال د لویی ادې د سیاسی بصیرت له امله عملي هم سو .
د وزیر فتح خان ړندوَلو چی د هغه وروڼه وخښمول ، نو دوست محمد خان ( وروسته امیر دوست محمد خان ) په ۱۸۱۸ کی د پیښور له خوا کابل ونیوئ او ویې غوښته چی پلار او زوی ( شاه محمود او شهزاده کامران ) ته د خپل مشر ورور د ړندولو سزا ورکړي او هم یې له واکه بې واکه کړی خو پوځیان یې لږ وو .
کامران د هرات څخه او محمود د کندهار څخه د یو لوی لښکر ( یعنی دیرشو زرو پوځیانو ) سره مخ پر کابل وخوځېدل تر څو دوست محمد خان مغلوب کړی . هغوی د ځانو سره ړوند وزیر فتح خان هم د اسیر په توګه را روان کړی و چی په وردک کی دواړه پوځونه سره مخامخ سول . کامران و فتح خان ته وویل چی خپلو وروڼو ته پیغامونه ولیږه چی د ښورښ او جنګ څخه پر شا سي . خو فتح خان د ده خبره و نه منل . وروسته احسان فراموش محمود خپل حضور ته وباله ( احسان فراموش ځکه چی محمود د فتح خان په تدبیر او توره پاچهۍ ته رسیدلی و ) او همدا غوښتنه یې ورڅخه وکړه .
فتح خان په ځواب کی ورته وویل چی تر ړندېدو وروسته اختیار نلرم او نه غواړم چی د هیواد په چارو کی مداخله وکړم او خپل وروڼه د خپلو افکارو څخه راوګرځوم . کله چی شاه محمود ورته وویل چی زه به ستا وروڼو ته وزارت او حکومت ورکړم نو فتح خان یوه زهرجنه خندا وکړه او داسی ځواب یې ورکړ : « ته هغوی ته د داسی شي وعده ورکوې چی مخکی لا ستا له لاسه وتلی دی او حتی یو ړوند شخص هم کولای سي چی په لږ قوت سره هغه د ځان کړی . دا فکر دې باید زما تر ړندولو مخکی کړی وای…..
ما اوس د هر شي څخه زړه پرې کړی دی او خپل مقدرات ، که هر څه هم وی ، پر سر او سترګو منم » .
په دې خبره بزدل شاه محمود نور هم وخښمېد او د خپل محسن وزیر فتح خان د وژلو حکم یې وکړ . د دې له پاره چی د ده په قتل سره یې د بارکزایی وروڼو او نورو دراني سردارانو اړیکي د تل له پاره خرابي کړي وی او بیا هیڅکله یو موټی نسی ، نو امر یې وکړ چی ټول دراني سرداران دې هغه ټوټه ټوټه کړی . همداسی هم وسوه . اول ګوزار کامران پر وکړ . هر یوه یې د بدن یوه یو حصه ځنی پرې کوله او بیا یې په ژوندوني پوست او بیا ټوټه ټوټه کړ . د هغه د بدن دا ټوټې یې په بوجۍ کی واچولې او دا بوجۍ یې د ځان سره ګرځوله . پر اوومه ورځ چی د فتح خان د وروڼو دا غوغا سړه سوه نو بیا یې په غزني کی د شیخ رضی الدین علی لالا په زیارت کی ښخ کړ . ( نور بیا )

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه