سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهخواجه آصف : افغان واکمنو په پاکستان هند د برید ملاتړ وکړ

خواجه آصف : افغان واکمنو په پاکستان هند د برید ملاتړ وکړ

ویب ډیسک

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي دي چې افغانستان واکمنو او اسراییل یوازیني رژیمونه وو چې د اسلام اباد پر وړاندې یې د هند د بریدونو ملاتړ وکړ.

جیو نیوز خبري شبکې یکشنبه د غویي پر ۲۸مه د خواجه اصف په حواله راپور ورکړی چې پاکستان له کلونو راهیسې د طالبانو د ملاتړ لپاره نړیوال فشارونه او تورونه زغملي دي.

د پاکستان د دفاع وزیر زیاته کړې: «دا خبرې زما نه دي، بلکې د پراوین ساهني دي چې په هندي رسنیو کې یو له خورا معتبرو غږونو دی.»

خواجه اصف د د دغه خبریال په حواله ادعا کړې چې طالبانو او اسراییلو د پاکستان پر وړاندې د «سندرو» برید ملاتړ کړی دی.

دغه پاکستاني چارواکي تر دې ویلي وو چې درې لسیزې یې د متحده ایالتونو او بریتانیا په امر د طالبانو په څېر د ترهګرو ډلو ملاتړ کړی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

دا څرګندونې داسې مهال شوې دي چې په وروستیو ورځو کې د طالبانو او هند ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې پراخې شوې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه