دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد کشمیر د سرینګر هوايي ډګر ته نږدې سیمو کې د څو...

د کشمیر د سرینګر هوايي ډګر ته نږدې سیمو کې د څو ځواکمنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

ویب ډیسک

رپوټونه وايي د هند تر ادارې لاندې د کشمیر د سرینګر هوايي ډګر ته نږدې سیمو کې د څو ځواکمنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

دغلته همدا راز د منټ په نوم هوايي اډه کې هم د لږترلږه پنځو چاودنو د غږونو اورېدل کېدو خبر ورکړ شوی. هندي رسنۍ وايي پاکستاني ځواکونو پر پوځي اهدافو سربېره ملکي سیمې هم په نښه کړې دي. په دغو بریدونو کې د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې د یوه جګپوړي ځايي چارواکي د وژل کېدو پخلی شوی.

په رپوټونو کې راغلي چې دغو بریدونو نوره مرګژوبله هم اړولې خو تر اوسه یې کره شمېر نشته.

د هند تر ادارې لاندې د جمو او کشمیر اعلی وزیر عمر عبدالله پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، وژل شوی چارواکی راج‌ کمار تاپا نومیده او د راجوري ولسوالۍ د پراختیايي چارو کمېشنر و.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه