دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامریکا د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره د مرستې...

امریکا د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره د مرستې وړاندیز کوي

ویب ډیسک

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره د مرستې وړاندیز کوي.

 

د راپورونو له مخې د مرستې دا وړاندیز مارکو روبیو د پاکستان پوځ له مشر عاصم منیر سره د نن سهار په ټیلیفوني خبرو کې کړی دی.

 

د امریکا بهرنیو چارو وزیر روبیو له دواړو خواوو غوښتي، څو د تاوتریخوالي د کمولو لارې چارې پیدا او د راتلونکو شخړو مخنیوی وکړي.

 

بل خوا تېره ورځ د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس وویل، چې د هند او پاکستان جګړه د ګټو لپاره ده او دوی پکې مداخله نه کوي.

 

دا په داسې مهال ده چې پاکستان پر هند تازه د «بنیان المرصوص» په نامه پوځي عملیات پیل کړي او د ملي قوماندې ادارې یا NCA غونډه یې هم رابللې، چې د پاکستان د اټومي وسلو پالیسي څاري.

 

هند پر دغه هېواد د پاکستان وروستي توغندیز بریدونه منلي خو وايي ملکیان یې په نښه کړي، خو پاکستان ادعا کوي، چې د هند S-400 دفاعي سیستم یې له منځه وړی او درې پوځي اډې یې هم په نښه کړي دي.

 

ورته مهال د پاکستان د هوايي چلند چارواکو خبرداری ورکړی، چې د دغه هېواد فضايي حریم به د نن ورځې تر ۱۲:۰۰ بجو په بشپړ ډول تړلی وي.

# #India #Pakistan #Attack

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه